افغان ابدالیان لوبډلې د هند په ماتولو سره د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 25 Oct 2024
افغان ابدالیان (افغانستان الف) کرکټ لوبډلې نن د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې له یوې خورا غوره او هر اړخیزې لوبې وروسته د هند الف لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د یادو سیالیو پایلوبې ته یې لاره ومونده.
افغان لوبډلې د دغې لوبې پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه. افغان پیلیزو توپوهونکو صدیق الله اتل او زبید اکبري خورا زړوره توپوهنه وکړه او د لومړۍ ویکټې لپاره یې د ۱۳۷ منډو ملګرتیا وکړه. افغان لوبډلې د هند الف لوبډلې پر وړاندې د یادې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د صدیق الله اتل، زبید اکبري او کریم جنت د غوره توپوهنې پر مټ د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره ۲۰۶ منډې جوړې کړې او سیالې هند الف لوبډلې ته یې د ۲۰۷ منډو هدف وټاکه. صدیق اتل ۸۳، زبید اکبري ۶۴ او کریم جنت ۴۱ منډې جوړې کړې.
د یاد هدف په دفاع کې هم افغان لوبډلې غوره لوبه وکړه او په وار وار یې سیال لوبغاړي له ډګره وویستل. لوبه خورا حساسو شېبو ته ورسېده او د پیاوړې سیالې هندۍ لوبډلې د پرلپسې هلو ځلو سره سره افغان ابدالیان لوبډله په لوبه برلاسې پاتې شوه او په پای کې یې د ۲۰ منډو په توپیر ستره بریا خپله کړه. د توپ اچونې په برخه کې د افغان لوبډلې په ګټه محمد غضنفر او عبدالرحمن دوه-دوه او شرف الدین اشرف یوه ویکټ ترلاسه کړه.
صدیق الله اتل نن یو ځل بیا هم بهترینه توپوهنه وکړه او د هند الف لوبډلې پر وړاندې یې د افغان ابدالیان لوبډلې په بریا کې ستره ونډه ادا کړه. نوموړي په ۵۲ توپونو د ۷ څلوریزو او ۴ شپږیزو پرمټ ۸۳ منډې جوړې کړې په روانو سیالیو کې د دریم ځل لپاره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
دا لومړنی ځل دی چې افغان لوبډله د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو پایلوبې ته لاره پیدا کوي، افغان لوبډله به د یادو سیالیو په پایلوبه کې له سریلانکا الف لوبډلې سره مخ شي چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ به په همدې لوبغالي کې ترسره شي.