افغانستان د ځوانو کرکټ لوبغاړو په رابرسېره کولو کې له بل هرهېواد مخکښ دي

که څه هم په ټولنیزو رسنېو کې همیش د افغانستان کرکټ ملي لوبډلو  ته د غوراي پروسه یو ګرم بحث وي او هر څوک په دغه پروسه کې د خپلې خوښې او یا ناخوښې لوبغاړي په شتون او یا هم نه شتون غږیږي او ترنقد لاندې یې نیسي.
افغانستان د ځوانو کرکټ لوبغاړو په رابرسېره کولو کې له بل هرهېواد مخکښ دي

که څه هم په ټولنیزو رسنېو کې همیش د افغانستان کرکټ ملي لوبډلو  ته د غوراي پروسه یو ګرم بحث وي او هر څوک په دغه پروسه کې د خپلې خوښې او یا ناخوښې لوبغاړي په شتون او یا هم نه شتون غږیږي او ترنقد لاندې یې نیسي.


د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټه وایي چې د یوه سیسټم له لارې کار کوي او همیش د اړتیا او وړتیا له مخې لوبغاړو ته په لوبډلو کې دلوبېدو چانس برابروي چې ورسره په دې برخه کې اوسنې مشرتابه هم پوره همکاره دې ترڅو په تدریجي ډول د پخوانېو لوبغاړو ځاې په افغان کرکټ ملي لوبډله لا ځوانو لوبغاړو ته پرېښودل شي.


په کار ده چې کرکټ ملي لوبډلو کې د بدلون هیله د اړتیا له مخې وښودل ځکه هر لوبغاړې باید په افغان کرکټ ملي لوبډله کې د ځاې خپلولو له پاره له بل شته لوبغاړي سره مقابله وکړي ځکه توپ اچوونکې د توپ وهوونکي په ځاې او توپ وهوونکې د توپ اچوونکي په ځاې لوبډلې ته لاره نه شي پېدا کولې او په دې باید د مینه والو سرخلاص وي.


 کرکټ مینه وال باید په افغان کرکټ ملي لوبډله کې بدلون د اړتیا له مخې وغواړي ځکه همیش ښه ځلیدونکي لوبغاړي ددې چانس نه لري چې ورته په ملي لوبډله کې ځاې ورکړل شي خو افغان کرکټ بورډ په دې توانېدلې دې چې له ترسره شویو ۶ نولس کلنو کرکټ نړېوالو جامونو څخه افغان کرکټ ملي لوبډلې کې په تېرو ۱۰ کلنو کې بېلابېلو لوبغاړو ته دلوبېدو چانس ورکړي.

خو د کرکټ نړۍ د نورو او په ځانګړې توګه د بشپړو هیوادونو په ډله کې افغانستان یواځینی هېواد دې چې همیش تکړه ځوانانو لوبغاړو ته په ملي لوبډلو کې د لوبېدو چانس ورکوي او په خپل وخت له شته استعدادونو کار اخلي.

که افغانستان کې ځوانو لوبغاړو ته د مخکې تګ چانس نه واې نو نن به د پاکستان، سریلانکا، هند، بنګله دیش، ویسټ انډيز او ځینو نورو هیوادونو په پرتله د کرکټ نړۍ لیګونه په افغان لوبغاړو ښکلي او رنګین نه وای.

ډېر لرې نه که تاسې د ۲۰۱۸ کال نولس کلنو کرکټ نړېوال جام ته نظر واچوۍ نو له دغه جام څخه نېږدې یو درجن افغان لوبغاړو د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ګټه په بېلا بیلو شل اوریزه، پنځوس اوریزه ټیسټ سیالېو کې نړېوال کرکټ وکړ.

که همدا اوس د ایرلینډ خلاف ۳ شل اوریزه لوبو ته د افغانستان ۱۵ کسیزه غوره شوی لوبډلې ته هم وګورۍ نو په کې ۵ داسې لوبغاړي لکه رحمان الله ګربز، نوین الحق، مجیب ځدران، عظمت الله عمرزی او قیس احمد شامل دي چې دوه کاله وړاندې ۲۰۱۸ کال کې د نیوزیلنډ په کوربتوب د افغانستان په ګټه د نولس کلنو په کرکټ نړېوال جام کې ولوبېدل.

که د دغه ۵ لوبغاړو ور اخوا وګورۍ نو ان د ۲۰۱۸ کال نولس کلنو نړېوال جام څخه افغان غوراوي کمېټې په ۶ لوبغاړو ابراهیم ځدران، اکرام علي خیل، وفادار مومند، مجیب ځدران، وقارسلام خېل او ظاهرخان پکتین ستر ټیسټ کرکټ هم وکړ چې ښایي د نورو هیوادونو ځوان لوبغاړي دغو شېبو ته کلونه کلونه انتظار وکړي. 

خو که د ۲۰۱۸ کال نولس کلنو کرکټ نړېوال جام کې د نورو او کم ترکمه د بشپړو هیوادونو پلان او نویو استعدادونو ته د چانس ورکولو خبره شي نو ځوانو لوبغاړو ته په خپلو ملي لوبډلو کې په چانس ورکولو کې پاتې راغلي دي.

د افغانستان وروسته بنګله دیش هغه دوېم هېواد ته د ۲۰۱۸ کال ۱۹ کلنو نړېوال جام ۱۹ کلنې لوبډلې څخه یې یواځې ۴ لوبغاړو سیف حسن، عفیف حسین، محمد نعیم او امین الاسلام ته په خپله ملي لوبډله کې چانس ورکړی.

هندوستان بیا د تېرنړېوال جام ۱۹ کلنې لوبډلې څخه یواځې ۱ لوبغاړی پریتوي شاه ته،انګلستان ټام بنټون،ایرلینډ هیري ټیکټرته، سریلانکا کامیندو مینډیس ته او پاکستان بیا ۲ لوبغاړو شاهین شاه افریدي او محمد موسې په ملي لوبډله کې دلوبېدو چانس ورکړی دی.


اخوا سویلي افریقې، نیوزیلینډ، زمبابوی، اسټرالیا او ویسټ انډیز بیا د خپلو ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلو څخه بیا هیڅ لوبغاړی چې ددې هیوادونو په استازیتوب په ۲۰۱۸ کال نولس کلنو نړېوال جام کې ولوبېدل تراوسه خپلې ملي لوبډلو ته نه دې اخیستې.

نو اوس قضاوت په تاسې چې د افغانستان او که نور هیوادونو کرکټ بورډ ادارې د ځوان نسل کرکټ لوبغاړو پرمختګ ته ډېر ژمن دي؟