د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د کرکټ نړیوالې شورا د بورډ غړو په ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي میرویس اشرف او دغه راز د یادې ادارې اجراییوي مشر ښاغلي نصیب خان د کرکټ نړیوالې شورا د غړو هېوادونو د عمومي او اجراییوي مشرانو په غونډو کې ګډون وکړ چې پکې افغانستان ته د بودیجې پر لوړولو، تخنیکي همکاریو او د یادې شورا پر راتلونکو پروګرامونو خبرې وشوې.

په یاده غونډه کې سربېره پر دې د افغانستان د راتلونکو سیالیو پروګرام تایید شو او دغه راز به د افغانستان کرکټ بورډ رسمي روزونکو ته د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د روان کال د مۍ میاشتې له ۲۰مې تر ۳۰مې نېټې پورې د دریمه درجه روزنې پروګرام (Level 3 Coaching Course) پیلیږي چې پکې به لس افغان روزونکي ګډون وکړي.

دغه راز په یاده ناسته کې هوکړه وشوه چې د کرکټ نړیواله شورا په نږدې راتلونکي کې د لوړو کارکردګیو یا (HPP) پروګرام پیلوي چې په ترڅ کې به یې څلور بشپړ او دویمه درجه غړیتوب لرونکي هېوادونه لوبې کوي. دا پروګرام له دویمه درجه هېوادونو سره د لا زیاتې مرستې او ملاتړ په موخه ترسره کېږي چې له مخې به یې له یادو هېوادونو کې د کرکټ د لا غښتلتیا او پرمختګ په موخه لوبې ترسره کېږي.

په دغه ناسته کې همدا راز ټینګار وشو چې افغانستان سره به د تخنیکي همکاریو او د کرکټ ظرفیت لوړونې په برخه کې لا ډېره همکاري کېږي، ترڅو په یاده برخه افغانستان پر ځان لا ډېر بسیا شي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلی میرویس اشرف په دې اړه وایي: (په ټوله کې دغه ناسته د افغانستان لپاره له ډېرو لاسته راوړنو ډکه وه د نورو غوره خبرونو او زېریو ترڅنګ دا لوی زېری دی چې ډېر ژر افغانستان ته د بودیجې اندازه هم لوړه شي چې له تایید وروسته به موږ ته د اوس په پرتله ډېره بودیجه راکول کېږي.))

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس وویل: ((باید ووایم چې افغانستان د نورو برخو ترڅنګ د تخنیکي ظرفیت لوړونې ته هم ډېره اړتیا لري چې دغه موخه هم په دې ناسته کې ترلاسه شوه او ډېر خوښ یم چې یو په بل پسې خپلو موخو ته رسیږو او هغه خوبونه چې افغان کرکټ ته یې لرو، په حقیقت بدلیږي.))

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه له دې وړاندې د کرکټ اسیایي شورا په ناسته کې هم له ګډون وروسته ورته لاسته راوړنې او غوره پرېکړې درلودې.