افغان کرکټ بورډ سپتمبر میاشت کې د نیوزیلنډ لوبډلې کوربه توب کوي

افغانستان کرکټ بورډ د لومړني ځل لپاره د روان کال په سپتمبر میاشت کې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې په موخه د نیوزیلنډ د ملي لوبډلې کوربه توب کوي چې یاده لوبه به د همدې میاشتې په نهمه نېټه پیل شي چې د مهالوېش له مخې ورته د یادې میاشتې تر ۱۳مې نېټې پورې وخت ځانګړی شوی دی.
افغان کرکټ بورډ سپتمبر میاشت کې د نیوزیلنډ لوبډلې کوربه توب کوي

افغانستان کرکټ بورډ د لومړني ځل لپاره د روان کال په سپتمبر میاشت کې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې په موخه د نیوزیلنډ د ملي لوبډلې کوربه توب کوي چې یاده لوبه به د همدې میاشتې په نهمه نېټه پیل شي چې د مهالوېش له مخې ورته د یادې میاشتې تر ۱۳مې نېټې پورې وخت ځانګړی شوی دی.

افغانستان کرکټ بورډ د لومړني ځل لپاره د نیوزیلنډ ملي لوبډلې کوربه توب کوي چې د یادې سترې سیالۍ لپاره به د نیوزیلنډ لوبډله د سپتمبر میاشتې په پنځمه نېټه د هندوستان ګریټر نویډا ته راشي او له څو ورځو تمریناتو وروسته به له افغانستان سره خپله یوازېنۍ ټېسټ لوبه پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مهالوېش له مخې به افغان کرکټ لوبډله د اګست په وروستیو کې د هندوستان ګریټر نویډا ته لاړه شي او د یادې سیالۍ لپاره د چمتووالي په موخه خپل تمرینات پیل کړي. باید وویل شي چې د ګریټر نویډا کرکټ لوبغالی د افغانستان کرکټ بورډ او هندوستان کرکټ بورډ د مشرتابه ترمنځ د هوکړې له مخې افغانستان ته د کوربه لوبغالي په توګه ورکړل شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلی میرویس اشرف په دې تړاو وایي: ((ډېر خوشحاله یو چې د لومړني ځل لپاره له نیوزیلنډ سره ټېسټ لوبه کوو او دا د هغو هلو ځلو او خبرو پایله ده چې موږ د کرکټ نړیوالې شورا په ناستو کې د نورو کرکټ بورډونو له مشرانو سره مطرح کړې وې او دا دی اوس د نیوزیلنډ په څېر له سترې لوبډلې سره ټېسټ لوبه کوو.))

د هغه په وینا، ډېر لېواله دی چې له نیوزیلنډ سره په راتلونکي کې د یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو لوبو لوبلړۍ هم ولري چې ورته لوبلړۍ به د دواړو لوبډلو لپاره ډېرې مؤثرې وي. هغه زیاته کړه: ((د نیوزیلنډ لوبډله د کرکټ نړۍ یو له غښتلو او پياوړو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي، له بل لوري که افغان لوبغاړو ته هم وګورو نو ډېرو سترو لوبډلو ته یې ماتې ورکړې دي چې وروستی نړیوال جام یې یوه ښه بېلګه ده چې د لوبو تر نیمایي پایلوبې پورې یې ځانونه ورسول.))

د یادونې وړ ده چې افغانستان ملي لوبډلې تر دې مهاله ۹ ټېسټ لوبې ترسره کړې دي چې له ډلې یې درې ګټلې او دغه راز یې شپږ لوبې بایللې دي.