افغانستان د یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د بنګله دېش کوربه توب کوي
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 24 Aug 2025

افغانستان د یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د بنګله دېش کوربه توب کوي
افغانستان کرکټ بورډ د روان کال په اکټوبر میاشت کې د درې نړیوالو یو ورځنیو او درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي. دغه سیالۍ به د راتلونکې اکټوبر میاشتې په دویمه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې به دوام ومومي.
دغه لوبلړۍ به د دواړو لوبډلو ترمنځ په لومړۍ شل اوریزه لوبه پیل شي چې اکټوبر میاشتې په دویمه نېټه به ترسره شي. د دغې لوبلړۍ دویمه لوبه به د یادې میاشتې په دریمه او وروستۍ شل اوریزه نړیواله لوبه به د همدې میاشتې په پنځمه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د شل اوریزو نړیوالو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به دواړه لوبډلې ابوظبۍ ته سفر وکړي او د دغه ښار په زاید کرکټ لوبغالي کې به د اکټوبر میاشتې په اتمه نېټه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي. د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ دوه نورې لوبې به د یادې میاشتې په ۱۱مه او ۱۴مه نېټه په همدې لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورد اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان د بنګله دېش پر وړاندې راتلونکې لوبلړۍ په اړه وویل: ((موږ ویاړو چې د یوې سترې لوبلړۍ لپاره د بنګله دېش د ملي لوبډلې کوربه توب کوو. دا ګام د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره د لا ډېرو سیالیو د برابرولو او د غوره کرکټ د وړاندې کولو په برخه کې زموږ د پرلپسې هڅو او ژمنتیا څرګندونه کوي. د کرکټ ټول مینه وال کولی شي د دوه پیاوړو لوبډلو ترمنځ د دې زړه راښکونکو سیالیو خوند واخلي.))
د یادونې وړ ده چې دواړه لوبډلې د روان کال اسیا جام سیالیو کې هم ګډون لري چې د یادو سیالیو په دویم ګروپ کې به هم د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د سیالیو مهالوېش:
نېټه |
لوبه |
لوبغالی |
د اکټوبر دویمه نېټه |
لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه |
شارجه کرکټ لوبغالی |
د اکټوبر دریمه نېټه |
دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه |
شارجه کرکټ لوبغالی |
د اکټوبر پنځمه نېټه |
دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه |
شارجه کرکټ لوبغالی |
د اکټوبر اتمه نېټه |
لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه |
زاید کرکټ لوبغالی |
د اکټوبر ۱۱مه نېټه |
دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه |
زاید کرکټ لوبغالی |
د اکټوبر ۱۴مه نېټه |
دریمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه |
زاید کرکټ لوبغالی |
پای