افغان لوبډله د روان کال په نومبر میاشت کې له بنګله دېش سره مخ کېږي

افغان کرکټ ملي لوبډله به د روان ۲۰۲۴ز کال د نومبر میاشتې په ۶مه، ۹مه او ۱۱مه نېټه له بنګله دېش ملي لوبډلې سره د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي چې د افغانستان په کوربه به په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
افغان لوبډله د روان کال په نومبر میاشت کې له بنګله دېش سره مخ کېږي

افغان کرکټ ملي لوبډله به د روان ۲۰۲۴ز کال د نومبر میاشتې په ۶مه، ۹مه او ۱۱مه نېټه له بنګله دېش ملي لوبډلې سره د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي چې د افغانستان په کوربه به په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

یادې درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ به د متحده عربي اماراتو پر شارجه کرکټ لوبغالي ترسره شي چې د ۲۰۲۵ز کال د چمپین یا اتلانو جام د بشپړ چمتووالي په موخه به د افغان ملي لوبډلې لپاره یو ښه تیاری واوسي.

باید وویل شي چې پتېل شوې وه چې افغان ملي لوبډله د روان ۲۰۲۴ز کال په جولای او اګست میاشتو کې د یاد هېواد پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ، درې نړیوالې شل اوریزې او دوه ټېسټ لوبې ترسره کړي، خو د دواړو بورډونو د مسوولینو په سلا مشوره او د ګرمې هوا له امله پر ټاکلي وخت ترسره نه شوې، چې له منځه یې د اوسمهال لپاره درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې د چمپین ټرافي یا اتلانو جام د چمتووالي لپاره چې د ۲۰۲۵ز کال په فبروري میاشت کې به په پاکستان کې پیل شي؛ په نومبر میاشت کې تنظیم شوې دي.

سربېره پر دې په پام کې ده چې افغان کرکټ ملي لوبډله د چمپین ټرافي یا اتلانو جام لپاره د غوره چمتووالي په موخه دغه راز د روان کال په دسمبر میاشت کې زمبابوې سره بشپړه لوبلړۍ (ټېسټ، نړیوالې یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې) ترسره کړي او همدارنګه د ۲۰۲۵ز کال په پیل کې هم له ویسټ انډیز سره د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ د ترسراوي په موخه خبرې اترې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ به دغه لوبلړۍ چې د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي؛ د افغانستان پر مهال د ماسپښین ۲:۳۰ بجې پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه په دې اړه خوښي وښوده او په وینا یې، افغان لوبډله باید د اتلانو جام لپاره بشپړه چمتو واوسي چې د پلان له مخې ورته په پرله پسې ډول لوبلړۍ تنظیم شوې دي چې له منځه یې ډېر تمرکز پر نړیوالو یو ورځنیو سیالیو دی، ترڅو د شل اوریزې بڼې ترڅنګ په یاده بڼه کې هم خپله وړتیا په ډاګه کړي چې یوه ښه بېلګه یې د سویلي افریقا پر وړاندې د لوبلړۍ بریا ده.