نږدې راتلونکي کې به ۲۵ ښځینه لوبغاړو ته قراردادونه ورکړل شي

افغانستان کرکټ بورډ له تېرو دريو اونيو د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د ۴۰ ښځینو لوبغاړو لپاره د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې جوړېدو په موخه د کابل په ملي لوبغالي کې تمریناتي کمپ پيل کړی و
نږدې راتلونکي کې به ۲۵ ښځینه لوبغاړو ته قراردادونه ورکړل شي

افغانستان کرکټ بورډ له تېرو دريو اونيو د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د ۴۰ ښځینو لوبغاړو لپاره د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې جوړېدو په موخه د کابل په ملي لوبغالي کې تمریناتي کمپ پيل کړی و چې له ډلې یې ۲۵ لوبغاړې انتخاب او په نږدې راتلونکې کې به ورته د ادارې له لوري قراردادونه ورکړل شي.
یاد تمریناتي کمپ چې د ټولو اسلامي ارزښتونو په پام کې نيولو سره د تېرې اکتوبر مياشتې په ۱۷مه پیل شوی و، نن پای ته ورسېده چې په ترڅ کې يې د لوبغاړو پر توپوهنې، توپ اچونې او توپ نیونې هر اړخیز کار وشو.
دا چې د کرکټ نړيوالې شورا د اصولو له مخې افغانستان هم بايد د نورو هېوادونو په څېر د کرکټ ښځينه لوبډله ولري، افغان کرکټ بورډ هم پتيېلې چې د ټولو اسلامي او د هېواد کلتوري ارزښتونو ته په پام سره ښځینه کرکټ ملي لوبډله رامنځته کړي.
همدارنګه اداره په پام کې لري، ترڅو يادې لوبډلې ته په نږدې راتلونکي کې د اسلامي هېوادونو له منځه په يوه هېواد کې د ښځینه روزونکو تر روزنې لاندې روزنیر او تمریناتي کمپ هم چمتو کړي.
د يادولو وړ ده چې د‌ ښځينه لوبډلې د رامنځته او چمتو کېدو وروسته به د‌ کرکټ نړيواله شورا افغان لوبډلې ته د ورته کچې له لوبډلو سره سيالۍ او لوبلړۍ هم پيلوي.