افغانستان کرکټ بورډ د سنکسر سپورټ پر وړاندې پر خپل دریځ کلک ولاړ دی

افغان کرکټ بورډ په خپلې ټولې پیاوړتیا او کلک دریځ سره د پخواني پانګوال سنکسر سپورټ له لوري د قضا په نړیواله محکمه کې ثبت شوې قضیې ته د قانوني مقررې په چوکاټ کې ځواب وړاندې کوي او له یادې محکمې سره په اړوند ډګر کې هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.
افغانستان کرکټ بورډ د سنکسر سپورټ پر وړاندې پر خپل دریځ کلک ولاړ دی

افغانستان کرکټ بورډ د تېر ۲۰۱۹ زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان شل اوریزه غوره لیګ (APLT20) د لومړي پړاو لپاره له پانګوال سنکسر سپورټ سره د سوداګریزو حقوقو هوکړه لیک لغوه کړ، ځکه یاد شرکت په قرارداد کې د لیګ حقوقو د فیس ورکړې او روڼتیا له اصولو سرغړونه کړې او د افغان لیګ روڼتیا ته له یو شمېر هغو کسانو ګواښونه وو چې له سنکسر سپورټ سره یې تړاو یا اړیکه درلوده.
افغانستان کرکټ بورډ په دې وروستیو کې په لندن کې د قضا له نړیوالې محکمې په همدې تړاو د سنکسر سپورټ لخوا د قرارداد د لغوه کولو اړوند د قضیې ثبتولو رسمي خبرتیا ترلاسه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لپاره د معتبر او له مالي پلوه د ځواکمن پانګوال په لټه کې دی او د همدې لپاره یې اعلان هم کړی، ترڅو د افغانستان شل اوریز غوره لیګ په راتلونکي دویم پړاو کې پانګه اچونه وکړي.
سنکسر سپورټ شرکت سربېره پر دې چې افغانستان کرکټ بورډ ورسره د پام وړ نرمښت او انعطاف کړی؛ د لیګ حقوقو د فیس ورکړې او حق الزحمې په ډګر کې پاتې راغلی دی او یاد شرکت د خپل ځوړند مالي حالت له امله له قرارداد سره سم د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د دویم پړاو د ترسره کولو وړتیا نه لري. دغه راز د یادولو ده چې د کرکټ نړیوالې شورا د فساد پر وړاند د مبارزې څانګې هم له افغان کرکټ بورډ سره په همدې تړاو خپلې ژورې اندېښنې شریکې کړې وې چې په سنکسر سپورټ شرکت کې ځینې شامل او یا اړیکه لرونکي کسان د لیګ روڼتیا ته جدي خطر پېښوي.
افغانستان کرکټ بورډ، د کرکټ نړیوالې شوار د بشپړ غړي او په هېواد کې د کرکټ د یوازېنۍ ادارې په توګه په خپلو ټولو چارو کې بشپړې روڼتیا او دغه راز د فساد پر وړاندې کلکې مبارزې ته ژمن دی او همدارنګه خپلو ټولو ګډو ونډه والو او پانګوالو ته ځان ځواب ویونکی بولي نو افغان کرکټ بورډ په خپلې ټولې پیاوړتیا او کلک دریځ سره د پخواني پانګوال سنکسر سپورټ له لوري د قضا په نړیواله محکمه کې ثبت شوې قضیې ته د قانوني مقررې په چوکاټ کې ځواب وړاندې کوي او له یادې محکمې سره په اړوند ډګر کې هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.