افغانستان کرکټ بورډ پر بې پرې او له سیاست لرې کرکټ ټینګار کوي
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 20 Mar 2024
افغانستان کرکټ بورډ یو ځل بیا هم د اسټرالیا له لوري د شل اوریزو سیالیو د راتلونکې لوبلړۍ د ځنډولو په تړاو د پخوا په څېر پر خپل دریځ ولاړ دی او په دې ټینګار کوي چې د کرکټ جذبې ته په پام سره باید د کرکټ لوبه او په ټوله کې ورزش له سیاسي نفوذ او اړخونو لرې وساتل شي، ځکه له افغان کرکټ سره د ټولو افغانانو خوښۍ او ولولې تړلې دي.
افغانستان کرکټ بورډ د اسټرالیا دولت له لوري د یاد هېواد پر کرکټ بورډ شته فشار درک کوي، خو بهتره بولي چې ورته خنډونو او ستونزو ته باید د دواړو کرکټ بورډونو د ګډې کمېټې له لارې حل پيدا شي چې افغانستان کرکټ بورډ په دې تړاو له اسټرالیوي لوري سره پخوا هم خبرې کړې وې او له اسټرالیا دولت هم هیله لري چې خپل سیاستونه دې پر کرکټ بورډونو نه تحمیلوي، بلکې د لا ډېر پرمختګ او ملاتړ لپاره دې لاس په کار شي.
د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه له دې وړاندې د اسټرالیا کرکټ بورډ له مشرتابه سره د یادې موضوع د اعلان پر ځای د حل لارې او سلا مشورو خبره کړې وه، خو سربېره پر دې بیا هم اسټرالیا کرکټ بورډ خپله پرېکړه اعلان کړې چې دا دریم ځل دی چې دوی پر خپلو تېرو پلونو قدمونه ږدي.
د یادونې وړ ده چې د اسټرالیا پر وړاندې د نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ د ملي لوبډلې د راتلونکو سفرونو د نوي پروګرام یا FTP برخه ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د نهايي کېدو پر مهال پکې په خپله د اسټرالیا کرکټ بورډ مشرتابه هم شتون درلود او دغه لوبې یې منلې دي.
باید وویل شي چې اسټرالیا کرکټ بورډ په ۲۰۲۱م کال کې هم له افغانستان کرکټ بورډ سره د خپل دولت د فشار له امله یوازېنۍ ټېسټ لوبه لغوه کړې وه، سربېره پر دې یې په ۲۰۲۰ کال کې هم ورته تګلاره خپله کړې وه.
افغانستان کرکټ بورډ یو ځل بیا هم پر خپل سیال لوري غږ کوي، ترڅو د کرکټ نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد په توګه ورته مواردو ته د لا ډېرې تکیه او ملاتړ ورکولو پرځای د حل لارو پر موندلو فکر وکړي، خپل دولت ته هم په یو نه یو ډول قناعت ورکړي، ترڅو د فشار واردولو پرځای د کرکټ ملاتړ وکړي او د بشر حقونو په نوم باید له افغانانو د کرکټ مینه او خوشحالي وانخیستل شي.
افغانستان کرکټ بورډ به بیا هم د کرکټ نړیوالې شورا د اصولو له مخې، د کرکټ له نړیوالې شورا، اسټرالیا کرکټ بورډ او د کرکټ نړیوالې شورا له نورو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو سره خبرې اترې وکړي، ترڅو کرکټ له سیاست لېرې وساتل شي او دې چارې ته په ګډه کار وکړي.