له فایربرډ پروډکشن کمپنۍ سره د لوبیزو نشراتو او رسنیزو حقوقو درې کلن قرارداد لاسلیک شو

افغانستان کرکټ بورډ نن د یوې ناستې په لړ کې چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه؛ د فایربرډ په نوم هندي شرکت سره د ملي لوبډلې د راتلونکو سیالیو د پروګرام یا (FTP) د پروډکشن یا نشراتو او رسنیزو حقوقو هوکړه لیک، لاسلیک کړ چې د دریو کلونو لپاره به دوام ومومي.
له فایربرډ پروډکشن کمپنۍ سره د لوبیزو نشراتو او رسنیزو حقوقو درې کلن قرارداد لاسلیک شو

افغانستان کرکټ بورډ نن د یوې ناستې په لړ کې چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه؛ د فایربرډ په نوم هندي شرکت سره د ملي لوبډلې د راتلونکو سیالیو د پروګرام یا (FTP) د پروډکشن یا نشراتو او رسنیزو حقوقو هوکړه لیک، لاسلیک کړ چې د دریو کلونو لپاره به دوام ومومي.

د یاد قرارداد او هوکړه لیک له مخې به فایربرډ شرکت د ۲۰۲۴ز کال له جولای میاشت څخه تر ۲۰۲۷ز کال پورې د افغان ملي لوبډلې د لوبو پروډکشن او نشرات کوي چې سربېره پر دې یې رسنیز حقوق هم یاد شرکت ترلاسه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې دغه راز به د راتلونکو سیالیو د پروګرام یا (FTP) ترڅنګ که نورې دوه اړخیزې سیالۍ هم تنظیم او ترسره کېږي، نو لومړی به یې بحث له یاد شرکت سره کېږي.

باید وویل شي چې افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۴ز کال په پیل کې په متحده عربي اماراتو کې له یو شمېر پروډکشن کمپینو سره لیدنې وکړې چې په پایله کې یې فایربرډ شرکت د غوره کیفیت او خدمتونو وړاندې کولو له امله د یادې مودې لپاره په پام کې ونیول شو چې بالاخره نن یې په اړه د دواړو لوریو ترمنځ قرارداد لاسلیک کړل شو.

پر دې سربېره د یاد شرکت یوه بله ښېګڼه دا هم ده چې د پروډکشن په بدل کې افغانستان کرکټ بورډ ته د رسنیزو حقوقو لپاره لوړه اندازه مالي امتیاز ورکوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان په دې اړه وویل: ((موږ په پیل کې له ډېر شمېر میډیا پروډکشن کمپنیو سره ناستې وکړې چې په پایله کې له شک پرته فایربرډ پروډکشن کمپنۍ او شرکت د غوره کیفیت او خدمتونو او دغه راز د مسلکي تجربې درلودلو له امله غوره شو.))

دغه راز د یاد شرکت یوه مسوول دیپک جېسواني هم له افغانستان کرکټ بورډ سره د افغان ملي لوبډلې د لوبو د پروډکشن او تولید او دغه راز رسنیزو حقوقو د قرارداد د لاسلیک په اړه خوښي وښوده چې په وینا یې دوی خوشحاله دي چې د کرکټ نړۍ له یوه پېژندل شوې او پياوړي لوبډلې د پروډکشن او تولید او دغه راز رسنیز حقوق ترلاسه کوي.

نوموړي زیاته کړه: ((موږ به تل په دې هڅه کې یو، ترڅو څرنګه افغان کرکټ ته لا ډېره ښکلا ورکړو او له دې لارې ورته ښه کمپاین وکړو، ځکه افغان لوبډله د دې حق لري چې د لوبو نشرات یې په لوړ او غوره کیفیت سره وشي، ځکه د نړۍ غوره او پياوړې لوبډله ده او زه خوښ یم چې نن په رسمي ډول د یادې سترې لوبډلې د لوبیزو نشراتو حقوق ترلاسه کوم او قرارداد یې لاسلیکوم.))

د یادونې وړ ده چې د یاد قرارداد د لاسلیک پر مهال د دواړو ادارو ځینو نورو مسوولینو هم شتون درلود چې دغه هوکړه لیک یې د دواړو ادارو په ګټه وباله.