د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د کرکټ په اسیايي شورا ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د اسیايي شورا په کلنۍ ناسته کې چې پرون (د مارچ په ۱۹مه) جوړه شوې وه ګډون وکړ او دغه راز یې د سریلانکا او هندوستان د کرکټ بورډونو له مسوولینو سره لیده کاته کړل.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف او اجراییه رییس ښاغلي نصیب خان په دې ناسته کې د اسیا کرکټ شورا له جلا جلا غړو سره د تخنیکي مرستو او د ملي او ځوانو لوبډلو ترمنځ د ډېرو لوبو د تنظیم په برخه کې مثبتې خبرې وکړې.

د غونډې په څنډه کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه دغه راز د هند د کرکټ بورډ له عمومي منشي جي شاه سره هم ولیدل او په هند کې یې د کرکټ د نړیوالې شورا د سوپر لیګ د دریو سیالیو په برابرولو، نېټې او ځای ورسره خبرې وکړې. دواړه لوریو همدا راز په هند کې د افغانستان د لوبو د کوربه توب او د مختلفو عمرونو د لوبو په تنظیم او برابرولو هم ګټورې خبرې وکړې.

همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د سريلانکا د کرکټ بورډ له مشر شمي سلوا سره هم ولیدل او د افغانستان او سريلانکا ترمنځ یې د سوپر لیګ د درېیو سیالیو په اړه خبرې وکړې، چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې به وشي چې سربېره پر دې دواړه لوریو د دوه اړخیزو سیالیو په اړه چې د جلا جلا عمرونو د لوبډلو ترمنځ به ترسره کېږي، هم خبرې وکړې.

دغه خبرې اترې داسې مهال کېږي چې د افغانستان ملي لوبډله به په نږدې راتلونکي له هند او سرېلانکا سره په دوو سیالیو کې مخامخ شي، چې د لوبو نېټې او ځای به یې ډېر ژر د کوربه هېوادونو له لوري وټاکل شي.