د کابل او یوشمېر نورو ولایتونو مشرانو او ځوانان د کرکټ بورډ له عمومي رییس سره ناسته وکړه

نن د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو له مشرانو، ځوانانو او د کرکټ له مینوالو سره په کرکټ بورډ کې ناسته ترسره کړه.

په دغه ناسته کې چې د کابل په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو مخورو مشرانو، ځوانانو او کرکټ لوبغاړو ګډون درلود، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي ته یې د نوي مسؤلیت مبارکي ورکړه او د کرکټ بورډ له ادارې یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
دوی په خپلو خبرو کې ښاغلي فضلي ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ له نوموړي وغوښتل چې د افغانستان کرکټ او د کرکټ بورډ اداره په ډېر ښه ډول رهبري کړي، تر څو د افغانانو د خوشحالۍ بهیر د پرمختګونو او بریاوو سره روان وي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي په خپلو خبرو کې د ناستې ګډونوالو او د کرکټ مینوالو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان کرکټ د هېڅ ډول ستونزې سره نه دی مخ او ټولې چارې په ښه ډول پرمخ روانې دي، نوموړي زیاته کړه:« د کرکټ نړیواله شورا له افغانستان سره هېڅ ډول ستونزه نه لري او د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام کې په خورا لوړ مورال ګډون وکړي او ښې سیالۍ به نندارې ته وړاندې کړي». 
د یادونې وړ ده، چې دا ناسته په داسې مهال ترسره کېږي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په پلازمېنه کابل کې راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام ته په چمتووالي بوخته ده.