يونس خان او عمرګل د متحده عربي اماراتو د تمريناتي کمپ لپاره د سلاکارانو په توګه وګومارل شول

د پاکستانۍ لوبډلې پخوانی مشهور توپوهونکی يونس خان او دغه راز د ياد هېواد مشهور چټک توپ اچونکی عمرګل د متحده عربي اماراتو د تمريناتي کمپ لپاره د توپوهنې او توپ اچونې د لنډمهاله سلاکارانو په توګه وګومارل شول.
يونس خان او عمرګل د متحده عربي اماراتو د تمريناتي کمپ لپاره د سلاکارانو په توګه وګومارل شول

د پاکستانۍ لوبډلې پخوانی مشهور توپوهونکی يونس خان او دغه راز د ياد هېواد مشهور چټک توپ اچونکی عمرګل د متحده عربي اماراتو د تمريناتي کمپ لپاره د توپوهنې او توپ اچونې د لنډمهاله سلاکارانو په توګه وګومارل شول.

دواړه به په متحده عربي اماراتو کې د روان تمريناتي کمپ برخه و اوسي او د افغانستان کرکټ بورډ د پلان له مخې به د راتلونکو مهمو سياليو لپاره په اړوند ډګرونو کې د لوبغاړو د غوره روزنې په موخه خپل مسووليتونه ترسره کړي.

يونس خان د منډو د ۵۲.۰۵ اوسط په درلودو سره د خپل هېواد لپاره ۱۱۸ ټسټ لوبې کړې چې په دغه موده کې یې د ۳۴ سليزو او ۳۳ پنځوسيزو پر مټ له لس زرو زياتې منډې کړې دي.

نوموړي دغه راز د له ۲۰۰۰ تر ۱۵مه پورې د خپل هېواد لپاره په ۲۶۵ يو ورځنيو نړيوال لوبو کې هم استازولي کړې چې په ترڅ کې یې د اوو سليزو او ۴۸ نيمه سليزو پر مټ ۷۲۴۹ منډې لري چې سربېره پر دې د لوبډلمشرۍ په ډګر کې هم ښه ځلېدلی دی.

دغه راز عمرګل هم په خپله کارکردګۍ کې ۲۳۷ نړيوالې لوبې کړې او ۴۲۷ ويکټې یې د خپلې لوبډلې لپاره ترلاسه کړې دي چې د خپلې لوبډلې په تاريخ کې يو له پېژندل شويو توپ اچوونکو څخه دی چې په ځانګړي ډول په شل اوريزو لوبو کې ښه ځلېدلی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييه رييس ښاغلی نصيب خان په دې اړه وايي: ((د ملي لوبغاړو لپاره د متحده عربي اماراتو شل ورځنی روزنيز کمپ يو لوی فرصت دی, ترڅو په اړوند ډګرونو کې پوره روزنه او چمتووالی ترلاسه کړي او د راتلونکو ټولو سياليو لپاره بشپړ چمتو و اوسي، زه ډاډمن يم چې زموږ اتلان به به د توپوهنې او توپ اچونې په ډګر له يونس خان او عمرګل ډېر څه زده کړي, ځکه دوی په خپلو برخو کې ډېر مجرب او ځلېدلي کسان دي.))

دا په داسې حال کې ده چې ادارې د انګلستان پياوړی پخوانی توپوهونکی ګراهام تورپ هم د دايمي مشر روزونکي په توګه ګومارلی چې د اپريل په پای کې به له ملي لوبډلې سره يو ځای شي.