د زمبابوې پر وړاندې یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو ته د افغان لوبډلې نوملړونه په ډاګه شول

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړو نن د زمبابوې پر وړاندې د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د راتلونکو لوبلړیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړونه په ډاګه کړل. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې دسمبر میاشتې په ۱۱مه نېټه د زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې پیل شي او د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ میاشتې په شپږمه نېټه به دویمه ټېسټ لوبه پای ته ورسېږي چې د ټېسټ سیالیو لپاره به د افغان لوبډلې نوملړ وروسته په ډاګه شي.
د زمبابوې پر وړاندې یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو ته د افغان لوبډلې نوملړونه په ډاګه شول

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړو نن د زمبابوې پر وړاندې د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د راتلونکو لوبلړیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړونه په ډاګه کړل. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې دسمبر میاشتې په ۱۱مه نېټه د زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې پیل شي او د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ میاشتې په شپږمه نېټه به دویمه ټېسټ لوبه پای ته ورسېږي چې د ټېسټ سیالیو لپاره به د افغان لوبډلې نوملړ وروسته په ډاګه شي.

د شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره په افغان لوبډله کې د لومړي ځل لپاره تکړه چپ لاسي پیلیز توپوهونکي زبید اکبري ته موقع ورکړل شوې ده. نوموړي له دې وړاندې د کرکټ اسیايي شورا اړوند په اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو کې د افغان لوبډلې په ګټه غوره کارکردګي کړې وه. د زبید ترڅنګ، دروېش رسولي ته هم د شل اوریزو سیالیو د لوبډلې په نوملړ کې ځای ورکړل شوی دی. دروېش په اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر و او په نهم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې یې هم له ځانه خورا ښه وړتیا ښودلې وه.

ابراهیم ځدراڼ چې څه موده وړاندې یې د ښنګري د ټپ له امله عملیات وکړل، لا هم تر درملنې لاندې دی او تر دې مهاله یې ټپونه په بشپړه توګه نه دي رغېدلي، چې له امله به یې لا هم له سیالیو بهر وي. خو ښه خبر دا دی چې د ملي لوبډلې پیاوړی ورو توپ اچوونکی مجیب الرحمن چې له دې وړاندې د لاس د ټپ له امله د اوږدې مودې لپاره له سیالیو بهر و، په دواړو لوبډلو کې شامل شوی او د زمبابوې پر وړاندې به په دواړو لوبلړیو کې د افغان لوبډلې ملتیا وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس، ښاغلي نصیب خان، وویل: "روان ۲۰۲۴م کال د افغانستان کرکټ بورډ او افغان لوبډلې لپاره خورا مصروف کال و. افغان لوبډلې په خپل کوربتوب او نورو هېوادونو ته په سفرونو کې ګڼ شمېر سیالۍ ترسره کړې، چې په شل اوریزو او یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې یې ډېرې لاسته راوړنې درلودې. د همدې مصروف کال په وروستیو کې دا ځل افغان لوبډله د یوې بشپړې لوبلړۍ لپاره زمبابوې ته سفر کوي."

نوموړي زیاته کړه: "زمبابوې کې افغان لوبډلې له دې وړاندې هم ډېرې بریالۍ لوبې کړې دي او ګڼ شمېر بریاوې یې خپلې کړې دي. دا سیالۍ به هم د تېرو سیالیو په څېر له ولولو ډکې وي، او زه پوره باور لرم چې د راتلونکو سیالیو لپاره ټاکل شوي لوبغاړي به په دغو مهمو سیالیو کې له ځانه غوره وړتیا وښيي او زموږ هېوادوالو ته به یو ځل بیا ویاړ او خوښي وروبخښي."

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې لنډمهالی مشر حاجي احمد شاه سلیمانخېل، وايي: "زه خوښ یم چې د مجیب الرحمن ټپونه رغېدلي دي او له ډېره ځنډه وروسته لوبډلې ته راګرځېدلی دی. مجیب الرحمن د افغان لوبډلې مهم غړی دی او موږ هیله من یو چې په راتلونکو سیالیو کې به د تېر په څېر د افغان لوبډلې په ګټه ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي."

نوموړي زیاته کړه: "زبید اکبري او دروېش رسولي دواړو سږکال په شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو او دغه راز په اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو کې خورا ښې لوبې وکړې چې له امله یې د زمبابوې پر وړاندې شل اوریزو سیالیو لپاره لوبډله کې ټاکل شوي او هیله من یو چې د افغان لوبډلې په ګټه به ښې لوبې وکړي."

د زمبابوې پر وړاندې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې راشد خان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او محمد اسحاق ویکټ ساتونکي، صدیق الله اتل، حضرت الله ځاځی، محمد نبي، دروېش رسولي، زبید اکبري، ګلبدین نایب، کریم جنت، ننګیال خروټی، مجیب الرحمن، نور احمد، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق او عظمت الله عمرزی شامل دي.

دغه راز د زمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، عبدالمالک، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ، بلال سمیع او فرید احمد ملک شامل دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د راتلونکې بشپړې لوبلړۍ اړوند د شل اوریزو او یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په مهالوېش کې بدلون رامنځته شوی دی. د نوي مهالوېش له مخې به شل اوریزې سیالۍ د ډسمبر میاشتې په ۱۱مه، ۱۳مه او ۱۴مه نېټه ترسره شي، او درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ به د همدې میاشتې په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه نېټه ترسره کېږي. د ټېسټ لوبو نېټو کې کوم بدلون نه دی راغلی، او د اصلي مهالوېش له مخې به لومړۍ ټېسټ لوبه د ډسمبر له ۲۶مې تر ۳۰مې او دویمه ټېسټ لوبه د جنورۍ له دویمې تر شپږمې نېټې پورې ترسره شي.

دغه راز باید وویل شي چې د یادو سیالیو عمومي مالي ملاتړي حقوق د اتصالات افغانستان شرکت ترلاسه کړي دي.

د سیالیو مهالوېش:

لوبغالی

لوبه

نېټه

هرارې کرکټ لوبغالی

لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه

چهار شنبه، د دسمبر میاشتې ۱۱مه نېټه

هرارې کرکټ لوبغالی

دویمه شل اوریزه نړیواله لوبه

جمعه، د دسمبر میاشتې ۱۳مه نېټه

هرارې کرکټ لوبغالی

دریمه شل اوریزه نړیواله لوبه

شنبه، د دسمبر میاشتې ۱۴مه نېټه

هرارې کرکټ لوبغالی

لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه

سه شنبه، د دسمبر میاشتې ۱۷مه نېټه

هرارې کرکټ لوبغالی

دویمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه

پنجشنبه، د دسمبر میاشتې ۱۹مه نېټه

هرارې کرکټ لوبغالی

دریمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه

شنبه، د دسمبر میاشتې ۲۱مه نېټه

بولاوایو سپورټس کلب لوبغالی

لومړۍ ټېسټ لوبه

د دسمبر میاشتې له ۲۶مې تر ۳۰مې نېټې

بولاوایو سپورټس کلب لوبغالی

دویمه ټېسټ لوبه

د جنورۍ میاشتې له ۲مې تر ۶مې نېټې

پای

د افغانستان کرکټ بورد سوداګرۍ څانګه