د متحده عربي اماراتو پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته افغان لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د متحده عربي اماراتو کرکټ لوبډلې پر وړاندې د راتلونکو درې شل اوریزو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۱۸-کسیز نوملړ وټاکه. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې فبروري میاشتې پر ۱۶مه، ۱۸مه او ۱۹مه نېته د ابوظبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

په یاد ۱۸-کسیز نوملړ کې راشد خان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، کریم جنت، شرف الدین اشرف، نوین الحق، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، نجات مسعود، فرید احمد ملک، نور احمد او ظاهر خان شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلی میرویس اشرف د متحده عربي اماراتو سره د لوبو په اړه وایي چې لوبډله یې لس ورځې وړاندې یاد هېواد ته لېږلې وه ترڅو په بشپړه توګه تیاره شي. ((مونږ هیڅ لوبډلې ته په کمه سترګه نه ګورو او تل مو هڅه کړې ده چې د ټولو سیالیو لپاره افغان لوبډله په بشپړه توګه تیاره کړو. متحده عربي امارات پیاوړې ملي لوبډله لري او په دې وروستیو کې یې خورا ښې لوې کړې دي خو زه باوري یم چې افغان لوبغاړي به په یادو سیالیو کې ښه ځلېږي او د تل په څېر به هېواد ته ویاړونه راوړي.))

دغه سیالۍ د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د تړون له مخې، چې څه موده وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو، ترسره کېږي. د یاد تړون له مخې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله هر کال د متحده عربي امارتو پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کوي چې په بدل کې به یې د افغانستان کرکټ بورډ په یاد هېواد کې د لوبو د اجازې له فیسونو پرته د نورو لوبډلو کوربه توب کوي.

د یادونې وړ ده چې متحده عربي اماراتو ته د افغان لوبډلې دغه سفر به په روان کال کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لومړنی بهرنی سفر وي چې په راتلونکو څو میاشتو کې نړیوال جام او اسیا کپ په شمول د ګڼ شمېر نورو دوه اړخیزو سیالیو لپاره د لوبډلې او لوبغاړو په چمتووالي کې غوره رول لوبولی شي.