افغان لوبغاړي سریلانکا ته له سفر وړاندې متحده عربي امارتو ته ځي

د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي د سریلانکا پر وړاندې له سیالیو وړاندې د تمریناتي کمپ او چمتووالي په موخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ته ځي چې د تمریناتي کمپ له پای ته رسېدو وروسته به د سریلانکا په لوري وخوځيږي.
افغان لوبغاړي سریلانکا ته له سفر وړاندې متحده عربي امارتو ته ځي

د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي د سریلانکا پر وړاندې له سیالیو وړاندې د تمریناتي کمپ او چمتووالي په موخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ته ځي چې د تمریناتي کمپ له پای ته رسېدو وروسته به د سریلانکا په لوري وخوځيږي.

په دغه تمریناتي کمپ کې ۲۴ لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی چې د ملي لوبغاړو ترڅنګ یې د کورني کرکټ یو شمېر غوره کارکردګۍ ښودونکي لوبغاړي هم برخه دي.

د یاد تمریناتي کمپ په نوملړ کې رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، شاهد کمال، اکرام علیخېل، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب الرحمن، ضیاء اکبر، نوراحمد، فضل حق فاروقي، فرید ملک، یمین احمدزی، نجات مسعود، عظمت عمرزی، قیس احمد، ابراهیم عبدالرحیمزی، عبدالرحمن، شرف الدین اشرف او بهیر شاه محبوب ځای پر ځای شوي دي.

دغه تمریناتي کمپ به د روانې نومبر میاشتې په ۱۳مه نېټه پیل چې د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې به دوام ومومي.

د غوراوي کمېټې مشر ښاغلي نورالحق ملکزي په دې اړه وویل، یاد تمریناتي کمپ د راتلونکو سیالیو لپاره د پوره چمتووالي او تکړښت په موخه د لوبغاړو لپاره یو ښه فرصت دی چې باید پوره ګټه ترې پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه: ((په دغه تمریناتي کمپ کې به لوبغاړي بشپړ چمتو شي او دغه راز به موږ د دوی بشپړه ارزونه وکړو، ترڅو د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو سیالیو لپاره ترې څوک غوره کړو. دغه راز د یادو لوبغاړو په لېسټ کې د کورني کرکټ دوه ځلېدونکو لوبغاړو هر یوه ابراهیم عبدالرحیمزي او بهیر شاه محبوب ته هم ځای ورکړل شوی دی.))

باید وویل شي چې د ابراهیم عبدالرحیمزي او بهیرشاه محبوب د ویزو لپاره هم غوښتنلیکونه لېږل شوي چې د متحده عربي اماراتو د ویزو له ترلاسه کولو وروسته به د یاد تمریناتي کمپ برخه شي.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله به له یاد تمریناتي کمپ وروسته د سریلانکا پر وړاندې د دریو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په موخه یاد هېواد ته ولاړه شي او د روانې نومبر میاشتې په ۲۵مه، ۲۷مه او ۳۰مه د سریلانکا پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.