د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبو ته افغان ملي لوبډله وټاکل شوه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 29 Dec 2023

افغانستان کرکټ بورډ، د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د دریو شل اوریزو نړیوالو سیالیو په موخه د ملي اتلانو نوملړ اعلانوي او ادارې ته له مراجعې کولو وروسته ځینې هغه لوبغاړي هم د یاد نوملړ برخه دي چې له دې وړاندې پرې بندیزونه لګېدلي وو.
په یاد نوملړ کې د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، محمد اسحق (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، صدیق اتل، رحمت شاه، دروېش رسولي، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت الله عمرزي، شرف الدین اشرف، فضل حق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، محمد سلیم ساپی، نوراحمد او قیس احمد ته ځای ورکړل شوی دی چې دغه راز یې څلور تنه احتیاطي لوبغاړي هر یو راشدخان، اکرام علي خېل، ګلبدین نایب او اعجاز احمدزی هم برخه دي.
دغه راز په یاد نوملړ کې دوو تنو هغو لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی چې له دې وړاندې پرې د مرکزي قرارداد د نه لاسلیکولو له امله بندیزونه لګېدلي وو، خو دا چې مجیب الرحمن، نوین الحق او فضل الحق فاروقي، د یوه برېښنالیک له لارې ادارې ته مراجعه کړې او د ملي لوبډلې په سیالیو کې د لوبېدو لپاره یې خپل بشپړ چمتووالی ښودلی او دغه راز یې د هغې پرېکړې په اړه د تجدید نظر غوښتنه کړې چې د دوی پر وړاندې له دې وړاندې شوې ده؛ د نوملړ برخه ګرځېدلي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د دوی د دغې پرېکړې هرکلی کوي او د افغان کرکټ د بهبود او پرمختګ لپاره د یادو لوبغاړو دغه ګام ستایي او له امله یې د ادارې مشرتابه هم اړوند کمېټې ته دنده سپارلې چې له هر اړخیزې څېړنې وروسته د یادو درې تنو لوبغاړو د موضوع په تړاو خپلې سپارښتنې او حل لارې ورسره شریکې کړي.
باید وویل شي چې افغانستان کرکټ بورډ له دې وړاندې په همدې تړاو خپله لومړۍ خبرپاڼه کې هم ویلي و چې د اړتیا پر مهال به یاد لوبغاړي په پام کې نیسي او د افغانستان د ملي دندې د ترسره کوونکو برخه به وي.
د یادونې وړ ده چې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې لوبې د روانې دسمبر میاشتې په ۲۹مه او ۳۱مه او دغه راز د ۲۰۲۴م کال د جنوري په دویمه نېټه ترسره کېږي.