د زمبابوې پر وړاندې د دوه ټېسټ سیالیو لپاره نوملړ په ډاګه شو

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړو نن د زمبابوې پر وړاندې د دوو ټېسټ لوبو لپاره د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ کې نوملړ په ډاګه کړ چې په عمومي نوملړ کې يې ۱۸ لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی چې سربېره پر دې پکې درې احتیاطي لوبغاړي هم شتون لري.
د زمبابوې پر وړاندې د دوه ټېسټ سیالیو لپاره نوملړ په ډاګه شو

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړو نن د زمبابوې پر وړاندې د دوو ټېسټ لوبو لپاره د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ کې نوملړ په ډاګه کړ چې په عمومي نوملړ کې يې ۱۸ لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی چې سربېره پر دې پکې درې احتیاطي لوبغاړي هم شتون لري.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د مشر احمدشاه سلیمانخېل په وینا، یادو لوبغاړو ته د هېواد دننه ننګرهار ولایت کې تمریناتي کمپونه تنظیم شوي وو او دغه راز هغه لوبغاړي چې د کورني کرکټ په فرسټ کلاس سیالیو کې ځلېدلي؛ په یاد نوملړ کې ځای پر ځای شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، ډاډه دی چې غوره شوي لوبغاړي به د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي او تر ټولو ښه زېری بیا دا دی چې په یاد نوملړ کې ځینو نویو لوبغاړو او څېرو ته هم ځای ورکړل شوی دی چې د احمدشاه ابدالي په فرسټ کلاس سیالیو کې ښه ځلېدلي وو او دغه راز د راشدخان د بشپړې روغتیا وروسته نوموړی هم د ټېسټ سیالیو لپاره د نوملړ برخه دی.

د یادونې وړ ده چې په یاد نوملړ کې حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه د مرستیال لوبډلمشر، دغه راز افسر ځاځی او اکرام علي خېل د ویکټ ساتونکو په توګه شتون لري؛ په داسې حال کې چې عبدالمالک، ریاض حسن، بهیرشاه محبوب، صدیق اتل، عصمت الله عالم، عظمت الله عمرزی، ضیاء اکبر، زاهد شهزاد، راشدخان، ظاهرخان، یمین احمدزی، بشیر احمد، فرید ملک او نوید ځدراڼ هم ورسره مل دي.

د یادونې وړ ده چې د پورته ذکر شویو لوبغاړو سربېره ناصر جمال، ضیاء الرحمن شریفي او ابراهیم عبدالرحیمزي ته هم په یاد نوملړ کې د احتیاطي لوبغاړو په توګه ځای ورکړل شوی دی.

باید وویل شي چې له دې وړاندې د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ د ځوان لوبغاړو له ډلې عصمت عالم او بشیر احمد په فرسټ کلاس سیالیو کې غوره کارکردګي کړې وه چې له امله یې د یاد نوملړ برخه شوي دي.

سربېره پر دې د یادونې وړ ده چې افغان ملي لوبډله به د زمبابوې پر وړاندې د لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روانې دسمبر میاشتې له ۲۶مې تر ۳۰مې نېټې پورې ترسره کړي، په داسې حال کې چې دویمه لوبه به د راتلونکي ۲۰۲۵ز کال د جنوري میاشتې له دویمې نېټې تر شپږمې نېټې پورې ترسره کړي.