د هندوستان پر وړاندې درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته د ملي لوبډلې نوملړ په ډاګه شو

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې نن د هندوستان پر وړاندې راتلونکو دریو نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته د ملي لوبډلې د پیاوړي لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ کې خپله لوبډله وټاکله. افغان ملي لوبډله به له هندوستان سره د نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لومړنۍ دوه اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روانې جنوري میاشتې پر ۱۱مه (راتلونکې پنجشنبې په ورځ) پیل کړي او د مهالوېش سره سم به دویمه لوبه د جنورۍ پر ۱۴مه او دریمه او وروستۍ لوبه د همدې میاشتې پر ۱۷مه په یاد هېواد کې ترسره کړي.

د غوراوي کمېټې د مسوولینو په خبره، یادو لوبو ته یې د لومړي ځل لپاره ۱۹ لوبغاړي ټاکلي چې موخه یې د نړیوال جام سیالیو ته د غوره لوبغاړو ټاکل او که د لوبو منځ کې کوم لوبغاړی له کومې ستونزې سره مخ کېږي، نو په اسانۍ سره به یې د لوبډلې برخه وګرځوي.

د لوبډلې نوملړ چې مشري یې ابراهیم ځدراڼ کوي په لاندې ډول دی:

لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، اکرام علیخېل (ویکټ ساتونکی)، رحمت شاه زرمتی، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، نوراحمد لکڼوال، قیس احمد، سلیم ساپی، ګلبدین نایب او راشدخان.

همدارنګه باید وویل شي که څه هم راشدخان د لوبډلې په نوملړ کې شتون لري، خو دا چې په دې وروستیو کې یې عملیات کړي، شاید د کومې لوبې په موخه د سیالۍ ډګر ته ښکته نه شي. 

افغان کرکټ ملي لوبډله چې په لومړني ځل له هندوستان سره د نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ کوي، په اړه یې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلی میرویس اشرف وایي: ((موږ خوشاله یو چې د لومړي ځل لپاره افغان اتلان د دوه اړخیزې لوبلړۍ په موخه هند ته سفر کوي. بې له شکه چې هند د کرکټ په نړۍ کې یو لوی نوم دی او افغان اتلان اوس هغه حد ته رسېدلي چې له داسې پیاوړو لوبډلو سره سیالي وکړي او د تل په څېر د خپلې پیاوړتیا ثبوت نندارې ته وړاندې کړې)).

باید وویل شي چې د هندوستان پر وړاندې په یاده شل اوریزه لوبلړۍ کې د افغان ملي لوبډلې د مالي ملاتړو حقونه، سوپرکولا شرکت، اتصالات مخابراتي شبکې، لوا موبایل، انټیکس سمارټ ټي وي او ټایکا شرکتونو ترلاسه کړي، چې د افغانستان کرکټ بورډ ورڅخه له وړاندې مننه کوي.

د یادونې وړ ده چې دا لومړنی ځل دی چې افغان اتلان له هندوستان سره د دریو نړیوالو شل اوریزو سیالیو دوه اړخیزه لوبلړۍ ترسره کوي، چې له مخې به یې لومړۍ لوبه د جنورۍ پر ۱۱مه د هند په موهالي، دویمه پر ۱۴مه د هند په انډور او دریمه وروستۍ لوبه د همدې میاشتې پر ۱۷مه د هند په بنګلور کې ترسره کړي.