د سریلانکا پر وړاندې نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته لوبډله په ډاګه شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېتې نن د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو دریو نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په موخه د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ چې لومړۍ لوبه به یې د روانې فبروري میاشتې په ۱۷مه ورپسې دویمه او دریمه په ترتیب سره په ۱۹مه او ۲۱مه نېټه ترسره شي.
د سریلانکا پر وړاندې نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته لوبډله په ډاګه شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېتې نن د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو دریو نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په موخه د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ چې لومړۍ لوبه به یې د روانې فبروري میاشتې په ۱۷مه ورپسې دویمه او دریمه په ترتیب سره په ۱۹مه او ۲۱مه نېټه ترسره شي.

د یادې لوبډلې مشري به ابراهیم ځدراڼ پر غاړه ولري، ځکه چې د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان لا هم د ملا د عملیاتو له امله تر درملنې لاندې دی او دغه راز د مجیب الرحمن او سلیم ساپی د لاس اوښتو او ورانه د شاتنۍ برخې د عضلې د شلېدو درملنه هم روانه ده.

په یاد نوملړ کې د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، محمد اسحاق (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فضل الحق فاروقي، فرید احمد، نوین الحق، نور احمد، وفادار مومند او قیس احمد ګډون لري.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې سرپرست مسوول احمدشاه سلیمانخېل وايي: ((د دغو سیالیو اهمیت ته په پام سره به زموږ یوه موخه دا هم وي، ترڅو د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام هم له نظره ونه باسو او له اوسه ورته د سینیر لوبغاړو ترڅنګ ځوانان هم په پام کې ونیسو او وروزو.))

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي مشر ښاغلی نصیب خان هم وایي: ((تل مو په دې ټینګار کړی، ترڅو ټولو بڼو ته باید پياوړي لوبغاړي په پام کې ونیول شي، دغه راز لوبډلو ته د ځوانانو شاملول هم زموږ له مسوولیتونو ګڼل کېږي چې تر اوسه دغه چاره هم په ښه او سیستماتیک ډول مخ ته تللې ده او دغه راز زموږ ډېر فکر پر یوې غوره پشتوانې او بککپ لوبډلې هم ده چې باید هیڅکله دغه کار له پامه ونه غورځوو.))

نوموړی زیاتوي، لوبې دواړه اړخونه لري، بایلل او ګټل د لوبې دوه اړخونه دي، خو زه تر ټولو زیات دې ته خوشحاله یم چې موږ ملي لوبډلو ته بوخت مهالوېش تنظیم کړی دی او دا به مو تل لومړیتوب وي، ترڅو ملي لوبډله مصروف او بوخت کال ولري چې له نېکه مرغه سږ کال یې یوه ښه بېلګه ده.

باید وویل شي چې د یادو سیالیو د مالي ملاتړ حقوق د سوپرکولا ملي شرکت او دغه راز اتصالات افغانستان له وړاندې ترلاسه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې افغان ملي لوبډله به د سریلانکا پر وړاندې له یادې لوبلړۍ وروسته د افغانستان په کوربه توب د ایرلنډ پر وړاندې بشپړه لوبلړۍ ترسره کړي چې یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې نړیوالې شل اوریزې لوبې پکې شاملې دي.