د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو نوملړ په ډاګه شو

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د سریلانکا پر وړاندې د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره پنځلس کسیز نوملړ په ډاګه کړ چې سربېره پر دې پکې څلورو احتیاطي لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی چې لومړۍ لوبه به یې د روانې فبروري میاشتې په ۹مه نېټه د کېنډي په پالیکلي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

په دغه پنځلس کسیز نوملړ کې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، رحمت شاه، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل، محمد نبي، ګلبدین نایب، نوراحمد، مجیب الرحمن، فضل حق فاروقي، نوید ځدراڼ، فرید ملک، ریاض حسن او قیس احمد شامل دي.

دغه راز د یادو پنځلسو لوبغاړو سربېره شرف الدین اشرف، شاهد کمال، عبدالرحمن او بلال سمیع هم د یاد نوملړ په احتیاطي لوبغاړو کې ځای پر ځای شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان د یاد نوملړ په اړه وایي: ((زموږ موخه ملي لوبډلو ته د ډېرو سیالیو تنظیمول دي، سږ کال د ټېسټ لوبو ترڅنګ د نړیوالو یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو له اړخه هم بوخت کال لرو، د کرکټ اسیایي شورا په ناسته کې مو هم د شورا له غړو هېوادونو سره د نورو موضوعاتو سربېره د لا ډېرو دوه اړخیزو سیالیو پر تنظیم خبرې اترې وکړې.))

نوموړي زیاته کړه: دا د ۲۰۲۲م کال له وروستیو راهیسې له سریلانکا سره زموږ دریمه لوبلړۍ ده چې ترسره کوو یې، دغه راز به له نورو هېوادونو سره هم ورته لوبلړۍ زیاتې کړو چې ورته چاره د افغان کرکټ په لا ډېر پرمختګ او ودې کې غوره رول لوبوي.

باید وویل شي چې یادې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې به د روانې فبروري میاشتې په ۹مه، ۱۱ او ۱۳مه نېټه ترسره شي چې ورپسې به د همدې میاشتې په ۱۷مه، ۱۹ او ۲۱مه نېټه هم درې شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د یادو سیالیو مالي ملاتړ حقوق هم د سوپرکولا ملي شرکت او اتصالات افغانستان ترلاسه کړي دي چې افغانستان کرکټ بورډ ترې د زړه له تله مننه کوي.