د سریلانکا پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته افغان لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ وټاکه. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د راتلونکې جون میاشتې پر ۲مه، ۴مه او ۷مه نېته د سریلانکا په همبانټوټا نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

افغان لوبډله به د راتلونکې جون میاشتې په دویمه نېټه د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي چې په همدې موخه نن د یادې لوبلړۍ لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو. لوبډلې ته چټک توپ اچوونکی عبدالرحمن رحماني اضافه شوی خو ګلبدین نایب، یمین احمدزی، ضیاءالرحمن اکبر او شاهدالله کمال چې د سریلانکا پروړاندې د یو ورځنیو سیالیو د تېرې لوبلړۍ غړي وو، دا ځل د احتیاطي لوبغاړو په توګه له لوبډلې سره مل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلی میرویس اشرف په دې اړه وایي: ((دا ښه خبره ده چې څو ځوانو لوبغاړو ته په لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی. نړیوال جام ته زموږ تیاری له وړاندې پیل شوی دی او پوره هڅه کوو چې د لوبډلې یو ښه جوړښت او توازن برابر کړو او په ښه توګه یې یادو سیالیو ته تیاره کړو.))

نوموړي زیاته کړه چې افغان لوبډله د یادو سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په موخه اوسمهال په سوپرکولا زرغون افغانستان جام سیالیو کې بوخته ده او باوری دی چې د سریلانکا پروړاندې سیالیو کې به ښې پایلې ترلاسه کړي.

د لوبډلې نوملړ: حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی (مرستیال لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز (وېکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، ، نور احمد لکڼوال، عبدالرحمن رحماني،  فضل الحق فاروقي او فرید احمد ملک. دغه راز شاهدالله کمال، ګلبدین نایب، یمین احمدزی او ضیاء الرحمن اکبر په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

د سیالیو مهالوېش:

لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله سیالي: د جون میاشتې دویمه نېټه، همبانټوټا کرکټ لوبغالی

دویمه یو ورځنۍ نړیواله سیالي: د جون میاشتې څلورمه نېټه، همبانټوټا کرکټ لوبغالی

دریمه یو ورځنۍ نړیواله سیالي: د جون میاشتې اوومه نېټه، همبانټوټا کرکټ لوبغالی