د پاکستان پر وړاندې  د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن ماسپښین مهال د پاکستان پر وړاندې د راتلونکو دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره ۱۶ کسیز نوملړ اعلان کړ چې پر دې سربېره پکې دوه احتیاطي لوبغاړي هم ځای لري.
د پاکستان پر وړاندې  د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن ماسپښین مهال د پاکستان پر وړاندې د راتلونکو دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره ۱۶ کسیز نوملړ اعلان کړ چې پر دې سربېره پکې دوه احتیاطي لوبغاړي هم ځای لري.

یاد سیالۍ به د افغانستان په کوربه توب د روانې اګست میاشتې په ۲۲مه، ۲۴ او ۲۶مه نېټو د سریلانکا په پلازمېنې کولمبو او دغه راز په همبانتوتا کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري په اعلان شوي ۱۶ کسیز نوملړ کې حشمت شهیدي لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام عليخېل، عظمت الله عمرزی، راشدخان، مجیب ځدراڼ، نوراحمد، فضل حق فاروقي، عبدالرحمن، سلیم ساپی او وفادار مومند شامل دي.

دغه راز په یاد نوملړ کې دوو احتیاطي لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی چې له لوبډلې سره به مل وي چې پکې شاهد کمال او فرید ملک شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مسوول ښاغلي اسدالله خان په دې اړه وویل: ((زموږ ټول تمرکز د ۲۰۲۳ کال اسیا جام او نړیوال جامونو ته د لوبډلې پر بشپړ چمتوو کولو دی نو د پاکستان پر وړاندې یادې سیالۍ به دغو جامونو ته د بشپړ چمتووالي په برخه کې ډېر غوره رول ولوبوي.))

دغه راز نوموړي وویل، د پاکستان پر وړاندې لوبو ته هم د کابل په تمریناتي کمپ کې بشپړ چمتووالی نیول شوی دی او لوبغاړو پکې د لوړو کارکردګیو مرکز تر څارنې لاندې غوره کارکردګي کړې ده. دغه راز به لوبډله په سریلانکا کې هم د یادو سیالیو لپاره یو اونیز تمریناتي کمپ ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کرکټ بورډ له دې وړاندې هم د روان کال په مارچ میاشت کې د شل اوریزو سیالیو د درې لوبو په لوبلړې کې د پاکستان لوبډلې کوربه توب کړی و چې افغانستان د ۲-۱ په توپیر سره ګټلې وه.