د ایرلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې نن د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکې یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره نوملړ په ډاګه کړ. د مهالوېش له مخې به دغه لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (د فبروري میاشتې په ۲۸مه نېټه) د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي چې د راتلونکې مارچ میاشتې تر دریمې نېټې پورې به دوام ومومي. 
د ایرلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې نن د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکې یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره نوملړ په ډاګه کړ. د مهالوېش له مخې به دغه لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (د فبروري میاشتې په ۲۸مه نېټه) د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي چې د راتلونکې مارچ میاشتې تر دریمې نېټې پورې به دوام ومومي. 

د ایرلنډ پر وړاندې ټېسټ لوبې لپاره افغان لوبډلې ته رحمن الله ګربز هم اضافه شوی دی او ممکن د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه ترسره کړي. د نوموړي ترڅنګ ښي لاسی لیګ بریک توپ اچوونکی خلیل ګربز هم لوبډلې ته اضافه شوی. نوموړي په کورنيو فرسټ کلاس سیالیو کې خورا ښې لوبې کړې او په ۱۷ پاڼیو کې ۴۰ ویکټې ترلاسه کړې دي چې په یوه پاڼۍ کې یې ترټولو ښه توپ اچونه د ۱۲۵ منډو په بدل کې د ۶ ویکټو ترلاسه کول دي. 

چټک توپ اچوونکی ابراهیم عبدالرحیمزی چې له دې وړاندې د بنګله دېش پر وړاندې ټېسټ لوبې برخه و، هم لوبډلې ته اضافه شوی دی. دوه نور چټک توپ اچوونکي یمین خان احمدزی او محمد سلیم ساپی چې د سریلانکا پر وړاندې د ټېسټ لوبډلې برخه و، د ټپونو له امله د ایرلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره لوبډله کې ندي ټاکل شوي. 

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان وايي چې افغان لوبډلې په تېرو ۱۵ کلونو کې د ایرلنډ پر وړاندې ډېرې لوبې ترسره کړې دي له یادې لوبډلې سره د لوبو خورا اوږده مخینه لري. نوموړي زیاته کړه: ((موږ په تېرو ۱۵ کلونو کې له ایرلنډ سره د کرکټ لوبې ډېره اوږده مخینه لرو، دواړو لوبډلو د یو بل پر وړاندې ډېرې لوبې کړې او دغه راز یې په یوه وخت کې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی دی. دا به د یادې لوبډلې پر وړاندې زموږ دویمه ټېسټ لوبه وي او هیله من یم چې ډېره ښه لوبه ترسره شي.)) نوموړي زیاتوي چې افغان لوبډله به له دې وروسته د بنګله دېش، نیوزیلنډ او زمبابوې پر وړاندې هم ټېسټ لوبې ترسره کړي او هڅه کوي چې یادو سیالیو لپاره غوره لوبډله تیاره کړي. 

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې لنډمهالی مشر ښاغلی احمد شاه سلیمانخېل د لوبډلې د تیاریو په موخه وايي چې افغان لوبډلې له تېرو لسو ورځو راهیسې په متحده عربي اماراتو کې تمریناتي کمپ ترسره کړ. ((د متحده عربي اماراتو په تمریناتي کمپ کې ۲۲ افغان لوبغاړو او ټولو روزونکو ګډون درلود چې د ایرلنډ پر وړاندې لوبې ته یې خورا ښه چمتووالی نیولی دی. موږ د تمریناتي کمپ له بشپړې څارنې وروسته دغې لوبې ته ۱۶ کسیزه لوبډله غوره کړه چې یو شمېر نوي لوبغاړي، چې په تېرو کورنیو سیالیو او یاد تمریناتي کمپ کې یې ښې لوبې وکړې، هم لوبډلې ته اضافه شوي دي.))

د افغان لوبډلې په ۱۶ کسیز نوملړ کې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، کریم جنت، ظاهرخان پکتین، ضیاءالرحمن اکبر، خلیل ګربز، ابرهیم عبدالرحیمزی، نجات مسعود او نوید ځدراڼ شامل دي. 

دا د افغان ملي لوبډلې ۹مه ټېسټ لوبه ده چې ورپسې به په روان کال کې ملي لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې دوه، د نیوزیلېنډ پر وړاندې یوه او دغه راز د زمبابوې پر وړاندې هم دوه ټېسټ لوبې ترسره کړي. د يادونې وړ ده چې د يادو سياليو د عمومي مالي ملاتړي حقوق اتصالات افغانستان، د وړاندې کوونکي مالي ملاتړي حقوق د سوپرکولا څښاک توليدي کمپنيو ګروپ او د همکار مالي ملاتړي حقوق د افغان ملي بانک خپل کړي دي.