د نیدرلند پر وړاندې سیالیو ته افغان لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د نیدرلند پر وړاندې د راتلونکو دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه. دغه سیالۍ به د روانې میاشتې په ۲۱مه نېټه پیل شي چې د همدې تر ۲۵مې نېتې پورې به د قطر په پلازمېنه دوحه کې روانې وي. 

د افغانستان کرکټ بورډ دوه اونۍ وړاندې ۲۴ لوبغاړي د یادو سیالیو لپاره قطر هېواد ته ولېږل چې له تقریباً دوه اونیو تمریناتو وروسته یې ترې ۱۸ لوبغاړي وټاکل. د افغانستان کرکټ بورډ په خپل کوربه‌توب د سیالیو د ترسراوي او د کوویډ-۱۹ ناروغیو احتمالي خطراتو د مهارولو لپاره دومره شمېر لوبغاړي ټاکلي دي.

په یادو ۱۸ لوبغاړو کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمان الله ګربز، ریاض حسن، عثمان غني، اکرام علي خیل، نجیب الله ځدراڼ، شاهدالله کمال، راشد خان، ګلبدین نایب، عظمت الله عمرزی، قیس احمد، شرف الدین اشرف، یمین احمدزی، سلیم ساپی، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او فرید ملک شامل دي. 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الرونډر محمدنبي په دغو سیالیو برخه نه لري او غواړي چې پرځای یې ځوان لوبغاړي ولوبیږي. همدارنګه د ملي لوبډلې بل چټک توپ اچونکی نوین الحق هم غواړي ترڅو راتلونکي شل اوریز نړیوال جام ته ځان په ښه توګه تیار کړي، له همدې امله یې په یو ورځنیو سیالیو کې د نه لوبېدو پرېکړه کړې ده، چې د نیدرلند په وړاندې سیالیو ته یې پرځای بل چټک توپ اچونکي ته ځای ورکړل شوی دی. 

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ پروګرام برخه دي چې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه ترسره کیږي.