د بنګله دېش پر وړاندې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو ته د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 22 Oct 2024
د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې نن د بنګله دېش پر وړاندې د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د راتلونکې نومبر میاشتې په شپږمه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۱۱مې نېټې به دوام ومومي.
ابراهیم ځدراڼ، چې تېره میاشت یې د ښنګري د ټپ له امله عملیات ترسره کړل، لا هم تر درملنې لاندې دی او د ټپونو د نه رغېدو له امله به د بنګله دېش پر وړاندې په راتلونکې لوبلړۍ کې برخه وانخلي. دغه راز د ملي لوبډلې د پیاوړي ورو توپ اچوونکي مجیب الرحمن د لاس ټپ لا هم ندی رغېدلی او د بنګله دېش پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو کې به هم د افغان لوبډلې ملتیا نه کوي.
د بنګله دېش پر وړاندې د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره په افغان لوبډله کې تکړه چپ لاسي پیلیز توپوهونکي صدیق الله اتل ته هم ځای ورکړل شوی دی. نوموړي په دې وروستیو کې په کورني کرکټ او په روانو اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو کې له ځانه خورا ښه وړتیا ښودلې ده. صدیق الله اتل تر اوسه د افغانستان په استازیتوب ۶ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې دي، خو دا به لومړی ځل وي چې نوموړی په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي.
د نوموړي ترڅنګ ځوان تکړه چپ لاسی ورو توپ اچوونکی نور احمد، چې تېره میاشت د سویلي افریقا پر وړاندې په یو ورځنیو سیالیو نه و لوبېدلی، هم د بنګله دېش پر وړاندې راتلونکو سیالیو لپاره لوبډلې ته را ګرځېدلی دی. په لوبډله کې نور هغه لوبغاړي شامل دي چې تېره میاشت د سوېلي افریقا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې لوبېدلي وو.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان وویل: "روان ۲۰۲۴م کال د افغان لوبډلې لپاره یو ډېر مصروف او له لاسته راوړنو ډک کال و، په ځانګړې توګه په یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې افغان لوبډلې خورا ښې لوبې وکړې. یو ورځنۍ سیالۍ زموږ د لوبډلې لپاره ځانګړی اهمیت لري چې پرمټ به یې افغان لوبډله د راتلونکو چېمپینز ټرافي سیالیو لپاره په بشپړه توګه چمتو شي."
نوموړي زیاته کړه: "د بنګله دېش پر وړاندې د افغان لوبډلې سیالۍ تل له هیجانه ډکې وي، او زه پوره باور لرم چې د راتلونکو سیالیو لپاره ټاکل شوي لوبغاړي به په دغو مهمو سیالیو کې له ځانه غوره وړتیا وښيي او زموږ هېوادوالو ته به یو ځل بیا ویاړ او خوښي ور وبخښي."
د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې لنډمهالی مشر، حاجي احمد شاه سلیمانخېل، وايي: "ابراهیم ځدراڼ اوسمهال خپل تمرینات پیل کړي او تر بشپړې رغېدنې پورې به د اړوند ډاکټرانو تر څارنې لاندې وي. مجیب الرحمن هم د ډاکټرانو سپارښتنو سره سم خپلې درملنې ته دوام ورکوي، او موږ هیله لرو چې دغه دوه لوبغاړي ژر تر ژره بېرته روغ رمټ شي او په راتلونکو سترو نړیوالو سیالیو کې به د افغان لوبډلې لپاره ولوبېږي."
نوموړي زیاته کړه: "نور احمد په تېره موده کې خورا ښه لوبېدلی دی، له همدې امله مو د بنګله دېش پر وړاندې په لوبډله کې ځای ورکړی. دغه راز صدیق الله اتل، چې په دې وروستیو کې یې له ځانه غوره وړتیا ښودلې ده، هم لوبډلې ته اضافه شوی دی. موږ باور لرو چې د ابراهیم ځدراڼ په نشتون کې به نوموړی د پیلیز توپوهونکي په توګه ښه رول ولوبوي."
د بنګله دېش پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، عبدالمالک، ریاض حسن، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، نور احمد، بلال سمیع، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.
د یادونې وړ ده چې د یادو سیالیو عمومي مالي ملاتړي حقوق د اتصالات افغانستان شرکت ترلاسه کړي دي، په داسې حال کې چې د مرستیال مالي ملاتړي حقوق د سوپرکولا څښاک تولیدي کمپنیو ګروپ او د دویم مرستیال مالي ملاتړي حقوق د مرحبا د موټرو نړیوال نندارتون خپل کړي دي. دغه راز، په رسنیزه برخه کې ټوټل سپورټس یوازې په بنګله دېش کې؛ او فایربرډ ورزشي مدیریتي شرکت به په ټوله نړۍ کې د افغانستان کرکټ بورډ د یادو سیالیو لپاره د رسنیز تولید او خپراوي په برخه کې همکار وي.
د سیالیو مهالوېش:
لوبغالی |
لوبه |
نېټه |
شارجه کرکټ لوبغالی |
لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه |
چهار شنبه، د نومبر میاشتې ۶مه نېټه |
شارجه کرکټ لوبغالی |
دویمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه |
شنبه، د نومبر میاشتې ۹مه نېټه |
شارجه کرکټ لوبغالی |
دریمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه |
دوشنبه، د نومبر میاشتې ۱۱مه نېټه |
پای
د افغانستان کرکټ بورد سوداګرۍ څانګه