د ۲۰۲۳م کال اسیا جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن ماسپښین د راتلونکو اسیا جام سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۱۷-کسیز نوملړ وټاکه. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۳۰مه نېټه د پاکستان په ملتان ښار کې پیل شي چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به د پاکستان او سریلانکا هېوادونوپه بېلابېلو ښارونو کې روانې وي.

په همدې موخه نن د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر ښاغلي اسدالله خان د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۱۷-کسیز نوملړ اعلان کړ چې پکې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خیل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، کریم جنت، ګلبدین نایب، راشد خان، عبدالرحمن، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، نور احمد، محمد سلیم ساپی او فضل الحق فاروقي شامل دي.

چټک توپ اچوونکي وفادار مومند او فرید احمد ملک، چې د پاکستان پر وړاندې د سوپرکولا جام درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره د لوبډلې برخه ول، د اسیا کپ سیالیو لپاره له لوبډلې کېنول شوي دی. دغه راز عظمت الله عمرزی د عضلاتو د کش کېدو له امله د راتلونکو سیالیو برخه ندی او تر بشپړې روغتیا پورې به له درملنې لاندې وي ترڅو د راتلونکي نړیوال جام سیالیو لپاره په بشپړه توګه تیار شي.

د عظمت الله عمرزي پرځای ګلبدین نایب او کریم جنت د اضافي الرونډرانو په توګه لوبډلې ته اضافه شوي چې د اړتیا پرمهال ترې کار واخیستل شي. د دوی ترڅنګ شرف الدین اشرف ته چې په چپ لاس د ورو توپ اچونې ترڅنګ په ښي لاس توپوهنه هم کوي، په لوبډله کې موقع ورکړل شوې ده ترڅو د اړتیا پرمهال ولوبول شي.

دغه راز نجیب الله ځدراڼ، چې د زنګون د ټپ له امله د پاکستان پر وړاندې سیالیو کې د لوبډلې برخه نه و، د اسیا کپ لپاره بیاځلې لوبډلې ته راګرځېدلی، خو شاهدالله کمال چې د نوموړي پرځای د پاکستان پر وړاندې سیالیو کې ولوبېد، له لوبډلې کېنول شوی دی.

د یادونې وړ ده چې افغان اتلان به د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د راتلونکې سپټمبر میاشتې په دریمه نېټه د بنګله دېش او په دویمه لوبه کې د همدې میاشتې په پنځمه نېټه د سریلانکا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي، چې دواړه سیالۍ به د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شي.