د سریلانکا پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته افغان لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سریلانکا پر وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام د سوپر لیګ درې یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ وټاکه. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې نومبر میاشتې پر ۲۵مه، ۲۷مه او ۳۰مه نېته د سریلانکا په پالیکلي نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي. 

افغان لوبډله به د روانې نومبر میاشتې په ۲۵مه نېټه د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي چې په همدې موخه نن د یادې لوبلړۍ لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو. 

د یادونې وړ ده چې اوسمهال افغان اتلان د یادو سیالیو لپاره د لا غوره چمتووالي په موخه په متحده عربي اماراتو کې په تمریناتو بوخت دي چې د تمریناتي کمپ تر بشپړېدو وروسته به د راتلونکې سه شبنې په ورځ د سریلانکا په لور وخوځېږي. 

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان په دې اړه وایي، د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه دغه لوبې خورا مهمې او اړینې دي چې باید افغان لوبډله پکې وځلیږي، موږ په خپلو لوبغاړو باور لرو او هیله من یم چې دوی به ځلیږي. بله دا چې یادې لوبډله کې د سینیر لوبغاړو ترڅنګ ډېری ځوانان هم شتون لري، بیا هم په دوی باور کوو او زه پوره ډاډه یم چې دوی به د سریلانکا له سفره ډکې منګولې راځي.

د لوبډلې نوملړ: حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی (مرستیال لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز (وېکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، شاهدالله کمال، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزی، نور احمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، یمین احمدزی او ضیاء الرحمن اکبر.

ټولې سیالۍ به د سریلانکا هېواد اړوند د کېنډي په پالیکلي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي چې د افغانسنان پر مهال د ماسپښین په ۱:۳۰ بجې به پیلیږي.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره د سوپر لیګ سیالیو په ترڅ کې تر اوسه څلور لوبلړۍ ترسره کړې چې د ۱۲ سیالیو له منځه یې ۱۰ لوبې په خپل نوم کړې دي او اوسمهال د ۱۰۰ نمرو په تر لاسه کولو سره د ۱۳ لوبډلو له منځه اووم مقام له ځان سره لري.