د بنګله دېش پر وړاندې ټیسټ لوبې ته افغان لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د بنګله دېش پر وړاندې راتلونکې یوې ټیسټ لوبې لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ وټاکه. د مهالوېش له مخې به دغه سیالي د روانې جون میاشتې پر ۱۴مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۸مې نېټې به بنګله دېش د پلازمېنې ډهاکې اړوند په شېر بنګله کرکټ لوبغالي کې دوام ومومي.

افغان لوبډلې ته چټک توپ اچوونکي ابراهیم عبدالرحیمزی او نجات مسعود او ځوان ښي لاسی لیګ بریک توپ اچوونکی اظهار الحق نوید اضافه شوي دي. دغه راز کریم جنت چې په تېرو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې یې خورا ښې لوبې وکړې او د یادو سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شو، هم د دې لوبډلې برخه شوی دی.

د لوبډلې نوملړ: حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی (مرستیال لوبډلمشر)، افسر خان ځاځی (ساتونکی)، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، ناصر جمال، بهیر شاه، کریم جنت، اظهار الحق نوید، ظاهر خان، حمزه هوتک، ابراهیم عبدالرحیمزی، نجات مسعود او یمین احمدزی. سربېره پر دې ضیاءالرحمن اکبر، عظمت الله عمرزی، نورعلي ځدراڼ او سید احمد شیرزاد د احتیاطي لوبغاړو په توګه له لوبډلې سره مل دي.

د بنګله دېش پر وړاندې د یوازېنۍ ټیسټ لوبې مهالوېش:

د جون میاشتې له ۱۴مې تر ۱۸مې، د شېر بنګله کرکټ لوبغالی