ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکو سیالیو په موخه د ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د ایرلنډ هېواد پر وړاندې د پنځو نړیوالو شل اوریزو سیالیو په موخه د ګډونوالو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې یاده لوبډله به د روانې اګست میاشتې په پنځمه نېټه په یادو سیالیو کې د ګډون لپاره یاد هېواد ته خپل سفر پیل کړي.
 ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکو سیالیو په موخه د ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د ایرلنډ هېواد پر وړاندې د پنځو نړیوالو شل اوریزو سیالیو په موخه د ګډونوالو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې یاده لوبډله به د روانې اګست میاشتې په پنځمه نېټه په یادو سیالیو کې د ګډون لپاره یاد هېواد ته خپل سفر پیل کړي.

د یادو پنځو شل اوریزو نړیوالو لوبو لړۍ به د روانې اګست میاشتې په ۹مه نېټه پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام ومومي.

د ایرلنډ پر وړاندې د دغو سیالیو لپاره په یاد نوملړ کې محمد نبي (لوبډلمشر)، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، حشمت الله شهیدي، درویش رسولي، کریم جنت، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، راشدخان، نور احمد، فضل حق، فرید ملک، نوین الحق شامل دي. سربېره پر دې په یاد نوملړ کې قیس احمد، عثمان غني، مجیب الرحمن او نجات مسعود ته د احتیاطي لوبغاړو په نوملړ کې ځای ورکړل شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر ښاغلي نورالحق ملکزي په دې تړاو وویل: ((له شک پرته موږ په دې وروستیو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې، د ایرلنډ لپاره مو هم داسې یوه لوبډله غوره کړې، چې مطمین یم غوره لاسته راوړنې به ولري، ځکه زموږ لومړیتوب استعداد، ځوان لوبغاړي، د هغوی کارکردګي او پياوړتیا ده، د ملکزي په وینا، د مجیب الرحمن په ویزه کې د ستونزو له امله نوموړي ته په احتیاطي لوبغاړو کې ځای ورکړل شوی، د ویزې د ستونزې په هوارېدو سره به مجیب بیرته عمومي نوملړ ته اضافه کړل شي.))

سربېره پر دې د یادې کمېټې بل غړي ښاغلي میر مبارز وویل: ((موږ په تېره کې د نیدرلنډ او بنګله دېش پر وړاندې غوره لوبې کړې او دغه راز زموږ نولس کلنو لوبغاړو هم په نړیوال جام کې غوره کارکردګي وښوده، د ایرلنډ لپاره هم غوره لوبغاړي په نښه شوي چې موږ دوی ته د غوره لاسته راوړنو هیله او دعا کوو.))

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله به د یادو سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د اګست په نهمه، دویمه لوبه په ۱۱مه، دریمه په ۱۲مه، څلورمه په ۱۵مه او وروستۍ لوبه د اګست په ۱۷مه نېټه ترسره کړي چې د افغانستان پر مهال به د ماښام ۷:۰۰ بجې پیلیږي.