د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره افغان لوبډله په ډاګه شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري نن د راتلونکي ۲۰ اوریز نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله غوره او په ډاګه شوه چې سربېره پر دې پکې څلورو احتیاطي لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی.
د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره افغان لوبډله په ډاګه شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري نن د راتلونکي ۲۰ اوریز نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله غوره او په ډاګه شوه چې سربېره پر دې پکې څلورو احتیاطي لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی.

یادې سیالۍ د راتلونکي اکټوبر میاشتې پر ۱۶مه د اسټرالیا په کوربه توب پیلیږي چې د نومبر میاشتې تر ۱۳مې نېټې پوري به دوام ومومي. د افغان اتلې لوبډلې په اعلان شوي نوملړ کې محمد نبي لوبډلمشر، نجیب الله ځدراڼ مرستیال لوبډلمشر، رحمان الله ګربز ویکټ ساتونکی او حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، درویش رسولي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، قیس احمد، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق او سلیم ساپی شامل دي. همدا راز شرف الدین اشرف، رحمت شاه، ګلبدین نایب او افسر ځاځی د احتیاطي لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر ښاغلي نورالحق ملکزي وویل: ((موږ همېشه په دې هڅه کې یو چې د ټولو نړیوالو سیالیو په موخه یوه تکړه او پياوړې لوبډله غوره کړو، ترڅو وکولی شي د تل په څېر د افغانستان نوم وځلوي.)) ښاغلي ملکزي زیاته کړه: تاسو په اسیا جام کې ولیدل چې افغان لوبډلې په زړه پورې او بریالۍ سیالۍ ترسره کړې او له افغانستان څخه یې غوره استازیتوب وکړ، په همدې موخه مو یاد نوملړ ته هم ډېر پیاوړي او باتجربه لوبغاړي په پام کې نیولي دي.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس ښاغلی ميرويس اشرف وايي: ((له شک پرته د نړيوال جام لپاره ډېره پياوړې لوبډله غوره شوې ده, زه ډاډمن يم چې دوی په يادو سياليو کې جالبې لوبې وکړي او ولس ته به وياړونه او خوښۍ راوړي, ځکه د دوی عمومي جوړښت په ډېر ښه ډول په پام کې نيول شوی دی او له هره اړخه پياوړي لوبغاړي پکې ځای په ځای شوي دي.))

د یادونې وړ ده چې د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام په الف ګروپ کې (افغانستان، نیوزیلنډ، انګلستان او اسټرالیا) لوبډلې شتون لري چې دوه نورې به ورته له لومړي پړاو څخه لاره بیامومي.

دغه راز د یادو سیالیو په ب ګروپ کې (هندوستان، بنګله دېش، پاکستان او سویلي افریقا) لوبډلې ځای پر ځای شوې دي چې یاد ګروپ ته به هم دوه نورې لوبډلې له لومړي پړاو څخه لاره مومي.

باید وویل شي چې یادې سیالۍ به د اسټرالیا په هوبرت، میلبرن، پرت، سیډني، بریسبېن او اډلیډ ښارونو کې ترسره کېږي.