د پاکستان پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته افغان لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د پاکستان کرکټ لوبډلې پر وړاندې د راتلونکو درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۱۷-کسیز نوملړ وټاکه. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې مارچ میاشتې پر ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه نېته د شارجې په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د پاکستان پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته افغان لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د پاکستان کرکټ لوبډلې پر وړاندې د راتلونکو درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۱۷-کسیز نوملړ وټاکه. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې مارچ میاشتې پر ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه نېته د شارجې په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

چپ لاسی تکړه توپوهونکی صدیق الله اتل د لومړي ځل لپاره لوبدلې ته اضافه شوی دی او ښايي په راتلونکو سیالیو کې د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ نړیواله سیالي ترسره کړي. د نوموړي ترڅنګ د هېواد با تجربه لوبغاړی محمد نبي، چې په تېر شل اوریز نړیوال جام کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر و، هم لوبډلې ته راګرځېدلی دی.

دغه راز نجات مسعود او ظاهر خان چې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې تېرو سیالیو کې د لوبډلې برخه ول، د دې سیالیو لپاره د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي. د دې ترڅنګ رحمت شاه زرمتی او حضرت الله ځاځی له لوبډلې کېنول شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان د لوبډلې په اړه وایي چې په تمریناتي کمپ کې لوبغاړو ډېره خواري کړې ده او له مخې یې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د یادو سیالیو لپاره غوره لوبغاړي ټاکلي دي. ((زه ډاډه یم چې افغان لوبډله به په راتلونکو سیالیو کې ښې لوبې کوي او هېواد ته به ویاړونه راوړي. موږ خپلې لوبډلې ته په دې سیالیو کې د بریا لپاره دعا کوو او هیله من یو چې ملت ته به خوښۍ ور په برخه کړي.))

نوموړي دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیالیو په اړه زیاته کړه: "موږ د دوو غوره لوبډلو ترمنځ جالبو سیالیو ته سترګې په لار یو. دواړه هیوادونه ډېر مینه وال لري چې په خورا زیاتې لیوالتیا سره د خپلو لوبډلو ملاتړ کوي. د دوه ګاونډي هېوادونو په توګه، موږ یو بل سره ښې اړیکې لرو او موږ هیله لرو چې په راتلونکو سیالیو کې نه یوازې خپل د کرکت مهارتونه بلکې غوره اړیکې او سپورتي روحیه هم نندارې ته وړاندې کړو او هیله لرو چې په ټوله نړۍ کې د کرکټ مینه وال له دې لوبو خوند واخلي.))

د افغان لوبډلې نوملړ: راشد خان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، صدیق الله اتل، نجیب الله ځدراڼ، افسر ځاځی، کریم جنت، محمد نبی، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، نور احمد، مجیب الرحمن، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي او نوین الحق.

احتیاطي لوبغاړي: نجات مسعود، ننګیال خروټی او ظاهر خان

د سیالیو مهالوېش:

لومړۍ نړیواله شل اوریزه سیالي: د مارچ میاشتې ۲۴مه نېټه، شارجه کرکټ لوبغالی

دویمه نړیواله شل اوریزه سیالي: د مارچ میاشتې ۲۶مه نېټه، شارجه کرکټ لوبغالی

دریمه نړیواله شل اوریزه سیالي: د مارچ میاشتې ۲۷مه نېټه، شارجه کرکټ لوبغالی