د چين د هانګزو اسیايي لوبو لپاره افغان ابدالیان لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د ۱۹م پړاو اسیايي سیالیو لپاره د ګلبدین نایب په مشرۍ د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړ وټاکه. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه پیل شي چې د راتلونکې اکټوبر میاشتې تر اوومې نېټې پورې به د چین په هانګزو ښار کې ترسره شي. 
د چين د هانګزو اسیايي لوبو لپاره افغان ابدالیان لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د ۱۹م پړاو اسیايي سیالیو لپاره د ګلبدین نایب په مشرۍ د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړ وټاکه. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه پیل شي چې د راتلونکې اکټوبر میاشتې تر اوومې نېټې پورې به د چین په هانګزو ښار کې ترسره شي. 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی ګلبدین نایب د دغې لوبډلې مشر ټاکل شوی چې پکې محمد شهزاد، کریم جنت، صدیق الله اتل، فرید احمد ملک، قیس احمد او افسر ځاځی، چې له دې وړاندې یې د افغانستان په ګټه نړیوال کرکټ کړی، شامل دي.
 
دغه راز په دغه لوبډله کې نورعلي ځدراڼ، زبید اکبري، شرف الدین اشرف، سید احمد شیرزاد او شاهدالله کمال، چې د روان کال په جولای میاشت کې په اسیایي ایمرجېنګ سیالیو کې د افغان ابدالیان لوبډلې غړي وو، هم شتون لري. د دوی ترڅنګ د افغانستان نولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې ځوان تکړه توپوهونکی وفي الله تره خېل هم، چې د روان کال په مارچ او اپرېل میاشتو کې یې د افغانستان په کوربه توب د سریلانکا او بنګله دېش نولس کلنو لوبډلو پر وړاندې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ولوبېد، په دغه لوبډله کې شامل شوی دی. 

د دغو سیالیو د اصولو له مخې به افغان ابدالیان لوبډله وار له مخه په کوارټر فاینل پړاو کې شتون لري چې د راتلونکې اکټوبر میاشتې په دریمه او څلورمه نېټه به ترسره شي. دغه راز به د دغو سیالیو نیمه پایلوبې د اکټوبر میاشتې په شپږمه او پایلوبه به یې د همدې میاشتې په اوومه نېټه ترسره شي. د دې ترڅنګ به د دریم مقام لپاره سیالۍ، چې د برونز میډال د ترلاسه کولو لپاره به ترسره کېږي، هم په همدې اوومه نېټه په هانګزو ښار کې وشي. 

د اسیايي سیالیو لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې بشپړ نوملړ: ګلبدین نایب لوبډلمشر، محمد شهزاد مرستیال لوبډلمشر او وېکټ ساتونکی، صدیق الله اتل، زبید اکبري، نورعلي ځدراڼ، شاهدالله کمال، افسر ځاځی، وفي الله تره خېل، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فرید احمد ملک، نجات مسعود، سید احمد شیرزاد، قیس احمد او ظاهر خان. دغه راز ننګیال خروټی، محمد ابراهیم عبدالرحیمزی او الله نور ناصري د یادو سیالیو لپاره د احتیاطي لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي. 

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر په دې اړه وایي: ((موږ هڅه کوو چې افغان ابدالیان لوبډلې ته لا زیاتې نړیوالې سیالۍ او سفرونه برابر کړو ترڅو دغه لوبغاړي لا زیات په نړیواله کچه ولوبېږي. د روان کال اسیايي سیالۍ هم د یادو لوبغاړو لپاره یوه بهترینه موقع ده ترڅو په نړیواله کچه خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي. دا چې د ۲۰۲۴م کال شل اوریز نړیوال جام سیالۍ هم په راتلونکي کال کې ترسره کېږي نو موږ هڅه کوو چې د یادو سیالیو لپاره هم ښه لوبډله جوړه کړو او ډېرې سیالۍ ورته برابرې کړو ترڅو یادو سترو سیالیو ته په بشپړه توګه چمتو شي.))

د اسیایي سیالیو مهالوېش: 
کوارټرفاینل پړاو: د اکټوبر میاشتې دریمه او څلورمه نېټه
د نیمه پایلوبو پړاو: د اکټوبر میاشتې شپږمه نېټه
پایلوبه: د اکټوبر میاشتې اوومه نېټه