د راتلونکو اسیا جام سیالیو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د راتلونکو اسیا جام سیالیو لپاره ۱۷ کسیز نوملړ اعلان کړ چې سربېره پر دې پکې درې احتیاطي لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی.
د راتلونکو اسیا جام سیالیو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د راتلونکو اسیا جام سیالیو لپاره ۱۷ کسیز نوملړ اعلان کړ چې سربېره پر دې پکې درې احتیاطي لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی.

د اسیا جام سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۲۷مه نېټه په متحده عربي امارتو کې پیلیږي چې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې پورې به دوام ومومي.

د افغان اتلانو په یاد نوملړ کې رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، عثمان غني، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، حشمت الله شهیدي، افسرخان ځاځی (ویکټ ساتونکی)، محمد نبي (لوبډلمشر) کریم جنت، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری، راشدخان، فضل حق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، نور احمد او مجیب الرحمن شامل دي. سربېره پر دې قیس احمد، شرف الدین اشرف او نجات مسعود د یاد نوملړ په احتیاطي لوبغاړو کې ځای پر ځای شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر ښاغلي نورالحق ملکزی د یاد نوملړ په اړه وایي: ((اسیا جام سیالۍ زموږ لپاره خورا مهمې دي، په همدې خاطر مو یادو سیالیو ته یوه پياوړې لوبډله غوره کړې ده. سمیع الله شینواری هم یاد نوملړ ته اضافه شوی، له شک پرته هغه اوسمهال په غوره حالت کې دی چې د توپوهنې برخه ورسره لا ډېره پياوړې کېدلی شي چې ابراهیم ځدراڼ، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ او محمد نبي له وخته د دغې برخې پياوړي غړي دي. که څه هم شینواري د ۲۰۲۰ مارچ میاشتې راهیسې کومه نړیواله لوبه نه ده کړې، خو په شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې ډېر ښه وځلېده چې د افغان لوبډلې د توپوهنې منځنۍ برخه به ورسره لا پیاوړې شي.))

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله اوسمهال د پنځو شل اوریزو نړیوالیو سیالیو په موخه ایرلنډ ته په سفر بوخته ده چې سبا ته د پنځمې او وروستۍ لوبې له پای ته رسولو وروسته به د راتلونکې جمعې په ورځ د یادو سیالیو په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.

باید وویل شي چې د یادو سیالیو په الف ګروپ کې هندوستان، پاکستان او د (متحده عربي اماراتو، هانګ کانګ، کویټ او سنګاپور لوبډلو) له منځه یوه لاره موندونکې لوبډله او دغه راز په (ب) ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش او سریلانکا شامل دي. افغان لوبډله به د یادو سیالیو په لړ کې خپله لومړنۍ لوبه د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه د سریلانکا پر وړاندې به دوبۍ لوبغالي او خپله دویمه لوبه د همدې میاشتې په ۳۰مه نېټه د بنګله دېش پر وړاندې په شارجه لوبغالي کې ترسره کړي.