شېن مکډرمټ د ملي لوبډلې د ډګرساتنې روزونکی وټاکل شو

افغانستان کرکټ بورډ شېن مکډرمټ د ملي لوبډلې د ډګرساتنې د نوي روزونکي په توګه وګوماره چې د راتلونکې فبروري میاشتې په لومړیو کې به د سریلانکا پر وړاندې له لوبلړۍ وړاندې له افغان ملي لوبډلې سره یوځای شي.
شېن مکډرمټ د ملي لوبډلې د ډګرساتنې روزونکی وټاکل شو

افغانستان کرکټ بورډ شېن مکډرمټ د ملي لوبډلې د ډګرساتنې د نوي روزونکي په توګه وګوماره چې د راتلونکې فبروري میاشتې په لومړیو کې به د سریلانکا پر وړاندې له لوبلړۍ وړاندې له افغان ملي لوبډلې سره یوځای شي.
شېن مکډرمټ د ظرفیت لوړونې برخه کې د دریمې درجې سند لرونکی روزونکی دی چې له دې وړاندې د بنګله دېش، سریلانکا، او اسټرالیا کرکټ لوبډلو سره په بېلابېلو روزنیزو ډګرونو کې د کار کولو کافي تجربه لري.
نوموړي په ۲۰۲۲ کال کې د بنګله دېش د ملي لوبډلې د ډګرساتنې برخې د مرستیال روزونکي په توګه دنده ترسره کړې او همدارنګه يې له ۲۰۱۹-۲۰۲۱ کال پورې د سریلانکا له ملي لوبډلې سره هم په همدې برخه کې کار کړی چې ترڅنګ یې په همدې موده کې د سریلانکا د الف لوبډلې د مشر روزونکي دنده هم پر مخ وړې ده.


شېن مکډرمټ له بنګله دېش او سریلانکا سره د دندې له ترسره کولو وړاندې له ۲۰۱۲-۲۰۱۹ کال پورې د اسټرالیا د ملي لوبډلې د لنډمهاله مرستیال روزونکي او د ډګرساتنې روزونکي او دغه راز د لنډ مهال لپاره د اسټرالیا د الف لوبډلې د کارکردګۍ څېړونکي او ډګرساتنې روزونکي په حیث دندې تر سره کړې دي.
د دې ټولو مسوولیتونو او دندو ترڅنګ شېن مکډرمټ د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام او همدارنګه د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې له بېلابېلو لوبډلو سره د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.


د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان کرکټ بورډ اڼدریو پټک د ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکي په توګه ګمارلی. دغه راز افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره د کارکردګۍ د څېړنې او فزیکي تکړښت برخه کې هم د روزونکو په لټه کې دی او یاد بستونه یې اعلان ته ورکړي دي.