ښاغلی شریدر د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مرستیال روزونکي په توګه وټاکل شو

افغانستان کرکټ بورډ، راما کریشنا شریدر د نیوزیلنډ او سویلي افریقا پر وړاندې د راتلونکو لوبلړیو لپاره د ملي لوبډلې د نوي مرستیال روزونکي په توګه وګوماره او اداره هیله لري چې نوموړی په خپله دنده کې ښه وځلېږي او شتون یې مؤثره پایله ولري.

د هندوستان ۵۴ کلن پخواني لوبغاړي راما کریشنا شریدر په ۳۵ فرسټ کلاس لوبو کې ۵۷۴ منډې او ۹۱ ویکټې ترلاسه کړې دي. همدا راز یې په ۱۵ لیسټ اې لوبو کې ۶۹ منډې او ۱۴ ویکټې په خپل نوم کړې دي.

شریدر د ۲۰۱۴م کال له اګست میاشتې د ۲۰۲۱م کال تر نومبر میاشتې له ۳۰۰ زیاتو نړیوالو سیالیو کې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې د ډګرساتنې روزونکی پاتې شوی، چې د کرکټ نړیوالې شورا دوه نړیوال جامونه او ۲ شل اوریز نړیوال جامونه هم پکې شامل دي.

نوموړی همدا راز له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷م کال پورې په هند غوره لیګ کې د پنجاب کینګز لوبډلې د ورو توپ اچونې د مرستیال روزونکي په توګه هم پاتې شوی دی. سربېره پر دې شریدر د ۲۰۰۸م کال څخه بیا تر ۲۰۱۴م کال پورې د هندوستان ملي کرکټ اکاډمۍ د ډګرساتنې مرستیال روزونکي او ورو توپ اچونې د روزنې دندې مخ ته وړې دي.

ښاغلی شریدر چې د هندوستان کرکټ بورډ سره د روزنې دریمه درجه سند لري، د ۲۰۱۱م کال څخه بیا تر ۲۰۱۴ کال پورې د یاد هېواد د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې د ډګرساتنې او مرستیال روزونکي دندې ترسره کړې دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کرکټ بورډ ښاغلی شریدر د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازینی ټېسټ او سویلي افریقا پر وړاندې دریو یو ورځنیو سیالیو ته د مرستیال روزونکي په توګه ټاکلی دی. د افغانستان کرکټ بورډ هیله لري چې شریدار په یادو لوبلړیو کې موثره او ګټور ثابت شي او له نوموړي سره اوږدمهاله تړون لاسلیک کړي.