د سریلانکا پر وړاندې سیالیو ته د افغان اتلانو لباس او مالي ملاتړ کوونکي در پېژنو

د افغانستان کرکټ بورډ د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان اتلانو د لباس ترڅنګ د یادو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې د ملاتړ کوونکو نوملړ هم اعلان کړ. د یادو سیالیو لپاره د هېواد نوموتي شرکت سوپرکولا د ملي لوبډلې د ملاتړ او رېریو (Rario) د لباس د لستوڼي د برخې د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل. دغه راز ټایکا شرکت به له افغان اتلانو سره د لباس د برخې همکار په توګه په یاد سفر کې مل وي.

د افغانستان مخکښ شرکت سوپرکولا ته د یادو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې د مالي ملاتړ حقوق ورکړل شوي چې له مخې به یې د یاد شرکت نښان د ملي لوبدلې د لباس په مخه، له سینې لاندې د لباس په مرکزي برخه لګېږي.

د دې ترڅنګ د افغانستان کرکټ بورډ او رېریو ترمنځ د اوږدمهالي تړون له مخې یاد شرکت ته د لستوڼي د ملاتړ حقوق ورکړل شوي دي چې له مخې به یې د یاد شرکت نښان د لباس په لیډینګ ارم لګېږي. له بلې خوا د ټایکا شرکت نښان، چې د افغان لوبډلې د لباس د برخې همکار دی، د افغان لوبډلې د لوبیز لباس د ښي اړخ په سینه او د تمریناتي لباس په دویم لستوڼي چاپ شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال د سریلانکا په همبانټوټا ښار کې په تمریناتو بوخته ده ترڅو د کوربه لوبډلې پر وړاندې راتلونکو درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو ته چې د راتلونکې جون میاشتې په دویمه نېټه پیلېږي، په ښه توګه تیاره شي.