د بنګله دېش او سریلانکا پر وړاندې درې اړخیزو سیالیو ته افغان نولس کلنه ملي لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د بنګله دېش پر وړاندې څلور ورځنۍ سیالۍ او د بنګله دېش او سریلانکا پر وړاندې راتلونکې درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د هېواد د ۱۹ کلنې کم عمره ملي لوبډلې ۲۱ کسیز نوملړ وټاکه. د افغانستان ۱۹ کلنه ملي لوبډله به د روانې مارچ میاشتې په ۱۲مه نېټه د بنګله دېش ۱۹ کلنې کم عمره لوبډلې پر وړاندې څلور ورځنۍ سیالۍ پیل کړي چې ورپسې به د همدې میاشتې په ۱۸مه نېټه د افغانستان په کوربه توب درې اړخیزه لوبلړۍ پیل شي.

د یادو سیالیو لپاره د غوراوي په موخه د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې ته تېره میاشت د فبرورۍ له لسمې د مارچ تر دریمې نېټې په ننګرهار کې روزنیز کمپ نیول شوی و، چې په لړ کې یې د لوبغاړو پر بدني تکړښت، ډګرساتنې، توپ اچونې او توپوهنې کار وشو او په پایله کې یې د راتلونکو مهمو لوبلړیو لپاره هغه لوبغاړي غوره شول چې په یاد تمریناتي کمپ او له هغه وړاندې په اړوند سیالیو او کمپونو کې ښه ځلېدلي وو.

په دې اړه افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر نورالحق ملکزی وايي چې د راتلونکو اسیايي او نړیوال جام لپاره ۳۰ تنه لوبغاړي په پام کې نیول شوي وو، چې په منځ کې یې هغه لوبغاړي شامل وو چې د نولس کلنې ملي لوبډلې د غوراوي پروسې په تېرو پړاوونو کې یې ښې لوبې کړې وې. نوموړي زیاته کړه: ((موږ لومړی په خوست کې د لوبغاړو لپاره تمریناتي کمپ پیل کړ، چې ۱۰۷ تنه لوبغاړو پکې ګډون درلود. دوی په خوست کې ۱۵ لوبې وکړې چې په پای کې یې ۳۰ تنه لوبغاړي د ننګرهار تمریناتي او روزنیز کمپ ته غوره شول. په دغه کمپ کې هم لوبغاړو له دیوې اړونۍ هر اړخیزو تمریناتو وروسته یوه دوه ورځنۍ او ۶ یو ورځنۍ لوبې وکړې چې بیا ترې راتلونکو درې اړخیزو سیالیو ته ۲۱ لوبغاړي غوره شول.))

د افغانستان نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې په دغه نوملړ کې نعمان شاه لوبډلمشر، کامران هوتک مرستیال لوبډلمشر، سهیل خان، سلیمان عربزی، حزب الله درانی، محمد هارون، خالد تڼیوال، وفي الله تره خیل، اکرم محمدزی، جمشید خان، علي احمد، ناصر حسن، فرهاد عثماني، جاوید پکتین، ګلزار خان، نصیر احمد، بشیر احمد، فریدون داودزی، نعمان مومند، یما عرب او خلیل احمد شامل دي.

ټاکل شوې چې د افغان نولس کلنه کم عمره ملي لوبدله به په راتلونکو دوه ورځو کې د عربي اماراتو په لور وخوځېږي چې هلته به د روانې میاشتې په ۱۲مه نېټه د بنګله دېش پر وړاندې څلور ورځنۍ سیالي پیل کړي. دغه راز به د افغانستان په کوربه توب د بنګله دېش او سریلانکا پر وړاندې درې اړخیزې سیالۍ هم د همدې میاشتې په ۱۸ نېټه پیل شي چې د یادې میاشتې تر ۳۰ نېټې پورې به دوام ومومي. له دې وروسته به افغانستان کرکټ بورډ په دوه یو ورځنیو سیالیو کې د سریلانکا د نولس کلنې کم عمره ملي لوبډلې کوربه توب هم وکړي چې په د راتلونکې اپرېل میاشتې په لومړۍ او دریمه نېټه به ترسره شي.