اسیا جام ته د افغانستان تر ۱۹کلنو کم عمره ملي لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د راتلونکي اسیا جام مهمو سیالیو ته د هېواد تر ۱۹کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډله اعلان کړه. یادې سیالۍ د روان کال ډسمبر میاشتې له ۸مې تر ۱۷مې نېټې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب ترسره کیږي. افغان نولس کلنه ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د هندوستان پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان تر ۱۹کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډله چې له یوه اوږده بهیر وروسته ټاکل شوې، په جوړښت کې یې ۱۴ لوبغاړي د لوبډلې اصلي او ۶ نور د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي:

د افغانستان تر ۱۹کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډله کې لاندې لوبغاړي ټاکل شوي:
نصیر خان لوبډلمشر، وفي الله تره خېل، جمشېد خان، خالد تڼیوال، اکرم محمدزی، سهیل خان زرمتی، رحیم الله زرمتی، نعمان شاه اغا، محمد یونس ځدراڼ، الله محمد غضنفر، وحیدالله ځدراڼ، بشیر احمد افغان، فریدون داوودزی او خلیل احمد.

احتیاطي لوبغاړي: علي احمد ناصر، حزب الله درانی، محمد اصیف، ناصر حسن، ادم خان او فهیم قاسمي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي مشر ښاغلی نصیب خان یادې لوبډلې د غوراوي په اړه وایي (موږ له تېر یو کال راهیسي ددې لوبډلې د جوړېدو او غوره لوبغاړو د ټاکنې بهیر کې ښکېل و چې له پوره چاڼ وروسته مو یوه غوره او پیاوړې لوبډله ټاکلې او هیله لرو چې د اسیا جام مهمو سیالیو کې به هېواد ته ویاړونه راوړي).
د کرکټ اسیایي شورا اسیا جام سیالۍ چې هر دوه کلونو کې ترسره کیږي، افغان ۱۹کلنه ملي لوبډله به پکې خپله لومړۍ سیالۍ د ډسمبر پر ۸مه له هندوستا، پر لسمه له نېپال او پر ۱۲مه نېټه له پاکستان سره د لوبې ډګر ته ښکته شي.

باید وویل شي چې افغان ۱۹کلنې ملي لوبډلې په ۲۰۱۷م کال کې د اسیا جام لوبو اتلولي ګټلې وه او په وروستي پړاو کې یې د متحده عربي اماتو لوبډلې ته ماتې ورکړې وه خو له هند او پاکستان څخه یې ماتې منلي وې.