میلپ میوادا د ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکی وګمارل شو

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري ښاغلی میلپ پرادیپ کمار میوادا د افغان ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه وګمارل شو. هندوستانی میوادا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوپر کولا دریو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په موخه په سریلانکا کې د افغان اتلانو له تمریناتي کمپ سره یوځای شوی دی.   

میوادا د بنګله دېش پر وړاندې له سیالیو وړاندې په متحده عربي اماراتو کې د افغان ملي لوبډلې له تمریناتي کمپ سره هم مل و چې اوس ورسره افغان کرکټ بورډ د توپوهنې په برخه کې اوږدمهاله تړون لاسلیک کړ. 

ښاغلي میلپ پرادیپ کمار میوادا له ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۵م کال پوري د باروډا او ویسټ زون لوبډلو لپاره سیالۍ ترسره کړي دي. نوموړي ۱۱ فرسټ کلاس او ۲۶ لیسټ اې سیالیو کې د ویکټ کیپر په توګه ۶۷ کیچونه او ۱۲ سټمپونه ترسره کړي دي. 

میلپ د روزونکي په توګه د پخې تجربې مخینه لري، هغه د حیدراباد ایالت د کرکټ ټولنې منتخبې لوبډلې، چهاتیسګړ ایالت سنګ لوبډلې او جامو کشمیر کرکټ ټولنې سره د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.

همدا راز میلپ د وي وي ایس سپورټینګ اکاډمۍ او باروډا کرکټ ټولنې سره د روزونکي په توګه پاتې شوی دی. نوموړی د کرکټ لوبه کې د لوبغاړي او روزونکي په توګه ټولټال ۳۲ کلنه تجربه لري. 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله دا مهال په سریلانکا کې په تمریناتو بوخته ده څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوپر کولا دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره د یاد هېواد له اب او هوا سره بلد شي.