جانتن ټروټ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مډل ارډر توپوهونکی جانتن ټروټ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وګومارل شو. نوموړی به د ایرلینډ پر وړاندې راتلونکې لوبلړۍ ته له افغان ملي لوبډلې سره یوځای شي.

جانتن د انګلستان لپاره له ۲۰۰۹م څخه تر ۲۰۱۵م کال پورې ۵۲ ټېسټ لوبې ترسره کړې چې د ۹ سلیزو، ۱۹ نیمه سلیزو او ۴۴.۰۸ اوسط سره یې ۳۸۳۵ منډې جوړې کړې دي. نوموړي همدا راز ۶۸ یو ورځنیو لوبو کې د ۴ سلیزو او ۲۲ نیمه سلیزو په شمول ۲۸۳۸ منډې جوړې کړې دي.

جانتن ۲۰۲۰م کال کې د سویلي افریقا پر وړاندې لوبو کې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې سره د توپوهنې په برخه کې کار کړی دی او همدا راز تېر کال د هندوستان پر وړاندې لوبو کې هم له انګلستانۍ لوبډلې سره په روزنه بوخت و. نوموړي  ۲۰۲۱م شل اوریز نړیوال جام کې د سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلې سره د توپوهنې مشاور، د انګلستان ۱۹کلنو او انګلستان لیونز لوبډلو سره د توپوهنې په برخه کې دندې ترسره کړې دي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په نږدې وختونو کې ایرلېنډ ته د ۵ شل اوریزه سیالیو لپاره سفر وکړي چې نوموړی به ورسره د مشر روزونکي په توګه دنده هم پیل کړي.