حمید حسن د ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی وټاکل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی چټک توپ اچوونکی حمید حسن چې د افغان ملي لوبډلې په ګټه یې نه هېرېدونکې سیالۍ ترسره کړې، د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ملي لوبډلې د توپ اچونې د نوي روزونکي په توګه وټاکل شو او له همدې امله نوموړي له نړیوال کرکټ سره مخه ښه اعلان کړه.
حمید حسن د ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی وټاکل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی چټک توپ اچوونکی حمید حسن چې د افغان ملي لوبډلې په ګټه یې نه هېرېدونکې سیالۍ ترسره کړې، د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ملي لوبډلې د توپ اچونې د نوي روزونکي په توګه وټاکل شو او له همدې امله نوموړي له نړیوال کرکټ سره مخه ښه اعلان کړه.

ښاغلي حسن له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پورې د افغانستان لپاره نړیوالې لوبې ترسره کړې. حمید حسن چې له لومړنیو وختونو یې د هېواد له ملي لوبډلې سره لوبیز سفر پیل شوی، د لوبغاړو د نیمګړتیاوو او پیاوړتیاوو پراخه مطالعه لري چې په ګمارنې سره به یې د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچونې او په ځانګړې ډول د چټکې توپ اچونې برخه لا غښتلې او بشپړه شي.

حمید حسن د پاکستان پر وړاندې د دریو شل اوریزو سیالیو لپاره له خپلې ملي لوبډلې  سره ملګری کېږي او افغانستان کرکټ بورډ به ورته د یادو سیالیو له لومړۍ لوبې وړاندې له کرکټ سره د نوموړې د مخه ښې پروګرام هم تنظیم کړي.

حمید حسن خپله لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۰۹م کال په اپرېل میاشت کې د سکاټلېنډ او لومړۍ نړیواله شل اوریزه سیالۍ په ۲۰۱۰م کال فبرورۍ میاشت کې د ایرلېنډ پر وړاندې ترسره کړې دي، چې په دې سره د افغانستان په لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ او لومړۍ نړیواله شل اوریزه سیالۍ کې د لوبېدو ویاړ ترلاسه کړی دی.

حسن د افغانستان لپاره ۳۸ نړیوالې یو ورځنۍ او ۲۵ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې. نوموړي ۵۹ ویکټې په یو ورځنیو او ۳۵ ویکټې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ترلاسه کړې دي. د یادوونې وړ ده چې نوموړي ۱۵ فرسټ کلاس لوبو کې ۶۹ او ۵۵ لیسټ اې سیالیو کې ۸۷ لوبغاړي د لوبو له ډګره بهر کړي دي.

نوموړي له کرکټ لوبې سره د مخه ښې او د ملي لوبډلې د توپ اچونې د نوي روزونکي په توګه د ټاکل کېدو په اړه وویل چې کرکټ د نوموړي د ژوند په تېرو دوه-درې لسیزو کې لویه برخه وه او د دې لوبې پرېښودل ورته ستونزمنه پرېکړه وه. ((کرکټ زما د ژوند ستره برخه ده او دا زما لپاره ډېره سخته پرېکړه ده چې له کرکټ لوبې چې زه ورسره ډېره مینه لرم، مخه ښه کوم. زه دا پرېکړه د خپل هېواد او د خپلې ملي لوبډلې د ښه والي لپاره اخلم.))

نوموړي دغه راز زیاته کړه: ((په عین وخت کې خوشحاله یم چې د خپلې کرکټ ملي لوبډلې چې ما ورسره د لوبیز ژوند له هرې شېبې خوند اخیستی، د توپ اچونې د روزونکي په توګه کار کوم. ما په تېرو څو کلونو کې د خپلې ملي لوبډلې توپ اچوونکي له نږدې څارلي او هڅه به کوم چې د افغان لوبډلې د چټکې توپ اچونې برخه هم د ورو توپ اچونې په څېر پیاوړې کړم)).  

د یادوونې وړ ده چې حمید حسن تر دې مخکې هم د لنډ مهال لپاره د افغانستان ملي لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي دنده ترسره کړې ده، چې په ترڅ کې یې افغانستان له ایرلینډ څخه د دریو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ۳-۰ توپیر سره ګټلې وه.