د نوولس کلنو کم عمره درې اړخیزه او اسیا جام سیالیو لپاره نوملړ په ډاګه شو

له نوولس کلنو کم عمره ملي لوبډله د سیالو پاکستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو پر وړاندې درې اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون په موخه د روان کال د نومبر میاشتې په نهمه نېټه متحده عربي اماراتو ته ځي چې په همدې موخه غوره شوي نوملړ کې ۱۸ لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.
د نوولس کلنو کم عمره درې اړخیزه او اسیا جام سیالیو لپاره نوملړ په ډاګه شو

له نوولس کلنو کم عمره ملي لوبډله د سیالو پاکستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو پر وړاندې درې اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون په موخه د روان کال د نومبر میاشتې په نهمه نېټه متحده عربي اماراتو ته ځي چې په همدې موخه غوره شوي نوملړ کې ۱۸ لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن په همدې موخه ۱۸ کسیز نوملړ اعلان کړ چې ۱۵ لوبغاړي یې د عمومي نوملړ او دغه راز درې احتیاطي لوبغاړي د فرعي نوملړ برخه دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د نوملړ پر بنسټ، په یاد نوملړ کې محبوب تسکین د لوبډلمشر او ویکټ ساتونکي په توګه، عزیرخان، فیصل خان، برکت، عزت بارکزی، عزیز میاخېل، حمزه علي خېل (ویکټ ساتونکی)، نظیف امیري، عبدالعزیز، نصرت الله نورستانی، خاطر ستانکزی، فهیم خېوه وال، حفیظ ځدراڼ، الله محمد عضنفر او نصیر معروف خېل شامل دي چې سربېره پر دې پکې روح الله عرب، وحید ځدراڼ او سلمان خان د احتیاطي لوبغاړو نوملړ ته اضافه شوي دي.

د یادونې وړ ده چې پورتنی نوملړ د یادو درې اړخیزو او نوولس کلنو اسیا جام دواړو سترو لوبلړیو لپاره غوره شوی دی چې لوبغاړو یې له څو پړاونو او کمپونو وروسته د کارکردګۍ ښودلو په پایله کې دغه نوملړ ته لاره موندلې ده. باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې هم د دغو لوبغاړو لپاره په خوست کې هم تمریناتي او روزنیز کمپ نیول شوی و.

همدارنګه بایل وویل شي چې د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان نوولس کلنو ځوانانو ترمنځ به د سیالیو دغه لوبلړۍ د روانې نومبر میاشتې له ۱۳مې د همدې میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې دوام ومومي چې لومړۍ لوبه به یې د همدې میاشتې په ۱۳مه نېټه د پاکستان او متحده عربي امارتو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

ورپسې به د نومبر میاشتې په ۱۵مه افغانستان د پاکستان پر وړاندې لوبه وکړي، دغه راز به د همدې میاشتې په ۱۸مه نېټه افغانستان د متحده عربي اماراتو پر وړاندې او ورپسې د نومبر په ۲۰ بیا افغانستان د پاکستان او د همدې میاشتې په ۲۲مه نېټه پاکستان د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبه ترسره کړي.

د همدې لړۍ په دوام به د نومبر په ۲۴مه نېټه افغانستان د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي چې د نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه به له یادو درې لوبډلو دوه پیاوړې او ډېر امتیاز لرونکې هغه د یو بل پر وړاندې د دغې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر احمدشاه سلیمانخېل د لوبغاړو د غوراوي لړۍ په اړه وایي: ((موږ له څه مودې راهیسې له ۱۹ کلنو کم عمره ځلېدلو او کاکردګۍ لرونکو لوبغاړو ازموینې واخیستې، بېلابېل تمریناتي او ښوونیز کمپونه مو ورته چمتو کړل چې په پایله کې مو ترې یاد لوبغاړي په نخښه کړي دي او زه ډاډمن یم چې په درې اړخیزه لوبلړۍ او تر دې چې د نوولس کلنو کم عمره لوبغاړو په اسیا جام سیالیو کې به هم ښه وځلېږي.))

د نوموړي په وینا، ادارې همېشه وړتیا او استعداد ته لومړیتوب ورکړی دی نو پر همدې بنسټ هیله لري؛ ترڅو لوبغاړي په یادو سترو او برخلیک ټاکونکو لوبو کې غوره سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي.

په پای کې د یادونې وړ ده چې افغان نوولس کلنه لوبډله به له یادو سیالیو وروسته د نوولس کلنو په اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي چې د نومبر میاشتې ۲۹مه نېټه پیلیږي چې د دسمبر تر اتمې نېټې پورې به دوام ومومي.