انډریو پټيک د توپوهنې د روزونکي او جېمز پارسنز د سلاکار په توګه وټاکل شول

افغانستان کرکټ بورډ د سویلي افریقا پخوانی توپوهونکی انډریو پټیک د ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي او دغه راز جیمز پارسنز د نړیوال جام سیالیو لپاره د افغان نوولس کلنو لوبډلې د سلاکار په توګه وټاکل او هیله ده چې دواړه روزونکي په اړوند برخو کې وځلیږي او د دواړو ملي لوبډلو په غوره روزنه کې مؤثره رول ادا کړي.
انډریو پټيک د توپوهنې د روزونکي او جېمز پارسنز د سلاکار په توګه وټاکل شول

افغانستان کرکټ بورډ د سویلي افریقا پخوانی توپوهونکی انډریو پټیک د ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي او دغه راز جیمز پارسنز د نړیوال جام سیالیو لپاره د افغان نوولس کلنو لوبډلې د سلاکار په توګه وټاکل او هیله ده چې دواړه روزونکي په اړوند برخو کې وځلیږي او د دواړو ملي لوبډلو په غوره روزنه کې مؤثره رول ادا کړي.

د سویلي افریقا د لوېدیځ ولایت چپ لاسي توپوهونکي انډریو پټیک خپله لومړنۍ فرسټ کلاس لوبه په ۲۰۰۰-۱ کال کې ترسره کړه چې پکې یې د یادې بڼې په دریمه لوبه کې لومړنۍ سلیزه هم په خپل نوم کړې ده. که څه هم پټيک یوه نړیواله پنځوس اوریزه لوبه ترسره کړې ده، خو په کورني کرکټ کې نوموړی ډېره غوره او پراخه تجربه لري چې په ټوله کې یې ۱۷۳ فرسټ کلاس لوبې، ۱۷۲ لېسټ اې او ۸۳ شل اوریزې لوبې ترسره کړې دي. په یادو لوبو کې یې ۱۷۰۰۰ منډې په خپل نوم کړې چې ۴۰ سلیزې او ۸۴ پنځوسیزې پکې شاملې دي.

انډریو پټيک سربېره پر دې د روزنې په ډګر کې هم غوره تجربه لري چې له دې وړاندې یې په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان د ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي مسوولیت هم پر غاړه درلود. دغه راز یې له ۲۰۱۹م تر ۲۰۲۳ کال پورې د سویلې افریقا د ښځو لوبډلې د سلاکار، د سویلي افریقا د الف لوبډلې د مرستیال روزونکي، د یاد هېواد د ایمرجېنګ لوبډلې د مرستیال روزونکي او همدارنګه د سویلي افریقا د ښځو د ایمرجېنګ لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.

د نوموړي سربېره انګلستان الاصله جوردن جېمز پارسنز چې د انګستان او سویلي افریقا په کورني کرکټ کې غوره نوم لري او سترې کارنامې یې په خپل نوم کړې دي؛ د ۲۰۲۴م کال د نوولس کلنو نړیوال جام لپاره د افغان لوبډلې د سلاکار او لارښود په توګه وټاکل شو.

پارسنز الراونډر لوبغاړی پاتې شوی او په ښي لاس د چټکې توپ اچونې تر څنګ یې په کیڼ لاس توپ وهنه هم ترسره کړې. نوموړي په کورني کرکټ کې د پام وړ کارکردګي کړې او په ۳۳۸ فرسټ کلاس او ۳۵۱ لسټ اې سیالیو کې لوبېدلی. نوموړي په فرسټ کلاس سیالیو کې ۶۷۶۳ منډې او ۸۰۹ وېکټې او لسټ اې  لوبو کې ۱۹۴۱ منډې او ۳۵۱ وېکټې ترلاسه کړې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ انډریو پټیک سره د یو کال لپاره تړون وکړ او نوموړی به د هندوستان پر وړاندې د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو د راتلونکې لوبلړۍ لپاره له افغان ملي لوبډلې سره یوځای شي. دغه راز جېمز پارسنز له وړاندې له افغان ۱۹ کلنې کم عمره ملي لوبډلې سره په سویلي افریقا کې یوځای شوی او هلته به د ۲۰۲۴م کال ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې سره کار کوي.