امول (Amul) د نړیوال جام لپاره د افغان لوبډلې د مالي ملاتړ کوونکي حقوق ترلاسه کړل

د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي نړیوال جام لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مالي ملاتړ حقوق نوموتي هندي شرکت (Amul)  ته ورکړل چې له مخې به یې یاد شرکت په راتلونکو سترو سیالیو کې له افغان لوبډلې سره د مالي ملاتړي په توګه مل وي.
امول (Amul) د نړیوال جام لپاره د افغان لوبډلې د مالي ملاتړ کوونکي حقوق ترلاسه کړل

د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي نړیوال جام لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مالي ملاتړ حقوق نوموتي هندي شرکت (Amul)  ته ورکړل چې له مخې به یې یاد شرکت په راتلونکو سترو سیالیو کې له افغان لوبډلې سره د مالي ملاتړي په توګه مل وي.

دغه تړون د فایربرډ ورزشي مدیریتي شرکت، چې د راتلونکي نړیوال جام د افغانستان کرکټ بورډ همکار دی، په ګډې همکارۍ لاسلیک شو. امول د لبنیاتو په برخه کې نوموتی هندي شرکت دی چې له دې وړاندې په ۲۰۱۹م کال نړیوال جام سیالیو کې هم د افغان لوبډلې د مالي ملاتړ په توګه له افغانستان کرکټ بورډ سره همکار پاتې شوی دی. 

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان د دغه تړون په لاسلیکولو خوښي وښوده او زیاته یې کړه: ((امول شرکت له دې وړاندې هم د افغانستان کرکټ بورډ همکار پاتې شوی او خوښ یو چې د سږکال سترو سیالیو لپاره یې هم د مالي ملاتړ په توګه له ځان سره لرو. دا د افغانستان کرکټ بورډ او زموږ د همکار، فایربرډ ورزشي مدیریتي شرکت، لپاره مثبت ګام دی او موږ هیله من یو چې په راتلونکي کې هم له نورو شرکتونو سره دغه ډول تړونونه لاسلیک کړو.))

دغه راز د یاد تړون په اړه د امول شرکت مدیر، ښاغلي جیین مهتا زیاته کړه: ((ورزش د امول شرکت لپاره له نوي نسل سره د یوځای کېدو یوه مهمه وسیله ده. شیدې د نړۍ اصلي انرژي لرونکي خواړه دي چې ټول ورزشکاران یې کاروي. امول شرکت له افغانستان سره پخوانۍ اړیکه لري. خان عبدالغفار خان، چې په ګاندي هم مشهور و، په ۱۹۶۹ کې له امول شرکت لیدنه کړې وه او له ډاکټر کورین سره یې هم لیدلي وو چې د یادې لیدنې په ترڅ کې یې زموږ د شرکت فعالیتونه یې هم ارزولي و.))

نوموړي همدارنګه زیاته کړه. ((دغه راز په بېلابېلو وختونو کې له افغانستان نه د شیدو تولیدونکو څو پلاوي هم امول شرکت ته راغلي دي. امول له تېرو دوه لسیزو راهیسې افغانستان ته پوډري شیدې او د ماشومانو خواړه صادروي. موږ ویاړو چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مالي ملاتړ حقوق له ځان سره لرو او په راتلونکي نړیوال جام کې ورته د بریاو هیله لرو.)) 

د فایربرډ ورزشي مدیریتي شرکت استازی سنیل منوچا هم د یاد تړون په لاسلیکولو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: ((دا زموږ لپاره د ویاړ ځای دی چې د افغانستان کرکټ بورډ او امول شرکت ترمنځ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مالي ملاتړ تړون په لاسلیکولو کې اړینه ونډه لرو. دا به نه یوازې دا چې د افغانستان کرکټ په ګټه وي، بلکه د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اړیکو په ټینګښت او پراختیا کې هم رول ولوبوي.))


ټاکل شوې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه هند ته ورسېږي او هلته به د یادو سترو سیالیو لپاره خپل تمرینات ترسره کړي. د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله به لومړی له سویلي افریقا او سریلانکا سره دوه تمریناتي سیالۍ ترسره کړي او له هغه وروسته به د راتلونکې اکټوبر میاشتې په اوومه نېټه په نړیوال جام کې خپله لومړۍ رسمي سیالۍ په درمشاله کرکټ لوبغالي کې د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړي.