د ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو لپاره افغان ابدالیان لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د راتلونکو ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو لپاره د شاهدالله کمال په لوبډلمشرۍ د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړ وټاکه. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د راتلونکې جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه په سریلانکا کې پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام ومومي.
د ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو لپاره افغان ابدالیان لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د راتلونکو ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو لپاره د شاهدالله کمال په لوبډلمشرۍ د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړ وټاکه. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د راتلونکې جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه په سریلانکا کې پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام ومومي.

افغانستان د یادو سیالیو په دویم ګروپ کې د سریلانکا الف، بنګله دیش الف او عمان لوبډلو ترڅنګ قرار لري، په داسې حال کې چې د یادو سیالیو په الف ګروپ کې د هند الف، پاکستان الف، متحده عربي امارات او نیپال لوبډلې شتون لري. هره لوبډله به په خپل ګروپي پړاو کې درې لوبې وکړي چې له منځه به یې د ګروپ دوه مخکښې لوبډلې د یادو سیالیو د نیمه پایلوبو پړاو ته لاره ومومي، چې ورپسې به نیمه پایلوبو د ګټونکو لوبډلو ترمنځ د جولای میاشتې په ۲۳مه نېټه د یادو سیالیو پایلوبه ترسره شي.

افغان ابدالیان لوبډله به د یادو سیالیو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه د جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه د عمان پر وړاندې ترسره کړي، دغه راز به په خپله دویمه سیالي کې د جولای میاشتې په ۱۶مه نېټه له کوربه سریلانکا او د همدې میاشتې په ۱۸مه نېټه د بنګله دېش د الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

سربېره پر دې به افغان لوبډله د غوره چمتووالي په موخه د یادو سیالیو له پیله وړاندې د بنګله دېش پر وړاندې درې تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړي چې په ترتیب سره به د جولای میاشتې په ۷مه، ۹مه او ۱۱مه نېټه په سریلانکا کې ترسره شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپوهونکی، ۲۴کلن شاهدالله کمال د یادې لوبډلې د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی. د نوموړي ترڅنګ په یاده لوبډله کې د ملي لوبډلې د نورو لوبغاړو په توګه ریاض حسن، احسان الله جنت، نورعلي ځدراڼ، اکرام علي خیل، بهیر شاه محبوب، شرف الدین اشرف او وفادار مومند هم اخیستل شوي دي.

د افغان ابداليان لوبډلې په بشپړ نوملړ کې شاهدالله کمال لوبډلمشر، اکرام علي خیل او اسحق رحیمي وېکټ ساتونکي، ریاض حسن، احسان الله جنت، نورعلي ځدراڼ، زبید اکبري، بهیر شاه محبوب، الله نور ناصري، شرف الدین اشرف، اظهار الحق نوید، وفادار مومند، ابراهیم عبدالرحیمزی، سلیم ساپی، ضیاءالرحمن اکبر او بلال سمیع شامل دي.

دغه راز په احتیاطي لوبغاړو کې عبدالمالک، اصغر اتل، عبدالباقي او ذهیب زمانخیل ټاکل شوي دي.