د افغان ابدالیان لوبدلې د تمریناتي کمپ لپاره د ۲۴ لوبغاړو نوملړ وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د افغان ابدالیان (افغانستان الف) کرکټ ملي لوبډلې د راتلونکي تمریناتي کمپ لپاره ۲۴ کسیز نوملړ په ډاګه کړ. په دې نوملړ کې د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو ترڅنګ د قوش تپې ملي شل اوریز جام او نهم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ غوره لوبغاړي هم شامل دي چې د روان کال په ترڅ کې به په دوه روزنیزو کمپونو، یوه څلور اړخیزه لوبلړۍ او دغه راز په ایمرجنګ اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي.

دغه لوبډله به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په لومړیو کې خپل لومړی تمریناتي او روزنیز کمپ پیل کړي چې دوه اونۍ په دوام ومومي. دغه راز به افغان ایمرجنګ لوبډله د همدې سپټمبر میاشتې په وروستیو کې خپل دویم تمریناتي او روزنیز کمپ پیل کړي چې هغه به هم دوه اونۍ دوام ومومي.

په دغو کمپونو کې به له ګډون وروسته، افغان الف لوبډله په اکټوبر میاشت کې عمان ته سفر وکړي، چیرې به چې به د کوربه عمان، هانګ کانګ او سریلانکا الف لوبډلو پر وړاندې په څلور اړخیزه لوبلړۍ کې برخه واخلي. د څلور اړخیزې لوبلړۍ په پای کې به افغان لوبډله د ډسمبر په میاشت کې د الف لوبډلو اسیا جام سیالیو کې هم ګډون وکړي.

د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډلې ۲۴ کسیز نوملړ:

صدیق الله اتل، زبید اکبري، وفي الله تره خېل، حسن عیسی خېل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، اعجاز احمد احمدزی، صدیق الله پاچا، محمد اسحاق، نعمان شاه، شرف الدین اشرف، ننګیال خروټی، کریم جنت، شمس الرحمن، قیس احمد، الله محمد غضنفر، عرب ګل مومند، عبدالرحمن رحماني، محمد سلیم ساپی، بلال سمیع، یما عرب، فریدون داودزی، بشیر احمد او محمد اکرم.

د افغانستان کرکټ بورډ ژمن دی چې دغو لوبغاړو ته هر اړخیز تمرینات او د روزنې فرصتونه برابر کړي، ترڅو د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره په غوره چمتووالي سره د لوبو ډګر ته ښکته شي او هېواد ته ویاړونه راوړي.