افغان کرکټ بورډ پر دریو ملي لوبغاړ وضع شوي بندیزونه تعدیل کړل

افغانستان کرکټ بورډ، د یوې ګومارل شوې کمېټې د ارزونې په پایله کې د ملي لوبډلې پر دریو لوبغاړو (مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او نوین الحق) وضع شوي بندیزونه تعدیل کړل چې پر بنسټ به یې ښایي دوی ته مرکزي قراردادونه ورکړل شي او دغه راز به وکولی شي د ملي بوختیا او د ادارې ګټو په پام کې نیولو سره په سوداګریزو لیګونو کې ګډون وکړي.
افغان کرکټ بورډ پر دریو ملي لوبغاړ وضع شوي بندیزونه تعدیل کړل

افغانستان کرکټ بورډ، د یوې ګومارل شوې کمېټې د ارزونې په پایله کې د ملي لوبډلې پر دریو لوبغاړو (مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او نوین الحق) وضع شوي بندیزونه تعدیل کړل چې پر بنسټ به یې ښایي دوی ته مرکزي قراردادونه ورکړل شي او دغه راز به وکولی شي د ملي بوختیا او د ادارې ګټو په پام کې نیولو سره په سوداګریزو لیګونو کې ګډون وکړي.

دا چې نوموړو لوبغاړو پر دوی له لګېدلو بندیزونو وروسته د برېښنالیک له لارې له کوم قید او شرط پرته بیرته افغانستان کرکټ بورډ ته مراجعه وکړه او د دوی پر وړاندې د پرېکړې په اړه د تجدید نظر د غوښتنې سربېره یې د مرکزي قرارداد د لاسلیکولو لپاره بشپړه ژمنتیا وښوده نو افغانستان کرکټ بورډ هم یوې کمېټې ته دنده ورکړه، ترڅو د دوی غوښتنې ته لاسرسی وکړي چې له امله یې کمېټې ارزونه پیل او نن یې د افغانستان کرکټ بورډ له مشرتابه سره د نهایي پرېکړې په موخه خپله پرېکړه شریکه کړه.

په یاده تعدیل شوې پرېکړه کې راغلي چې د تېرو وضع شویو بندیزونو پرځای به پر یادو لوبغاړو یو لړ اصول پلې شي، ترڅو په راتلونکي کې له ورته پېښو ډډه وشي، خو دوی به وکولی شي چې مرکزي قرارداد لاسلیک کړي او محدوده شمېر سوداګریزو لیګونو کې ولوبیږي چې په لاندې دریو ټکو کې ورته اشاره شوې ده:

  • لومړی- یادو لوبغاړو ته د خپلو کړنو (مرکزي قرارداد نه لاسلیک) له امله وروستۍ لیکلې اخطاریه ورکړل شوې او دغه راز به ترې یوه اندازه معاش هم ګرځول کېږي.
  • دویم- ملي دندې او د ادارې ګټو ته په کتو به دوی ته په سوداګریزو لیګونو کې د لوبېدو اجازت لیکونه یا NOCs ورکول کېږي.
  • دریم- دوی ته به مرکزي قرارداد د دوی غوره کارکردګي او اصولو ته د بشپړې ژمنتیا په بدل کې ورکول کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلی میرویس اشرف په دې اړه وایي، دا چې یادو لوبغاړو له دې وړاندې د خپل هېواد لپاره غوره لاسته راوړنې او ویاړونه درلودل، او په لوبډله کې دوی ته اړتیا لیدل کېږي؛ اداره دغه پرېکړه کوي او هیله ده چې یاد لوبغاړي د پخوا په څېر په غوره ډول خپلو کړنو ته دوام ورکړي او د افغانستان د ویاړ لاملونه شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه: ((زموږ ټولو لوبغاړو له شک پرته افغانستان ته ډېر څه کړي دي او افغانستان یې نړیوالو ته په ډېر غوره او ښه توګه معرفي کړی دی، خدای دې وکړي په راتلونکي کې بیا داسې څه رامنځته نه شي چې له امله یې اداره یا لوبغاړي خوابدي شي، ځکه اداره له خپلو اتلانو د تل په څېر د غوره کړنو او د افغانستان لپاره د غوره استازولی هیله لري.))

دغه راز د نوموړي په وینا، اداره او اصول زموږ په ګډون له ټولو لوړ دي او د ادارې هیڅ کس هم له اصولو مستثنا کېدلی نه شي، بلکې په راتلونکي کې به هم د ورته موضوعاتو پر وړاندې کلک دریځ خپل کړي، ځکه د ادارې حیثیت زموږ لپاره لومړیتوب دی.

د یادونې وړ ده چې مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او نوین الحق له دې وړاندې د مرکزي قرارداد د نه لاسلیکولو له امله له یو لړ بندیزونو سره مخ شوي وو چې له امله یې ترې د یوه کال لپاره د مرکزي قرارداد د لاسلیکولو امتیاز اخیستل شوی و او دغه راز دوی نه شوی کولی چې د دوو کلونو لپاره په سوداګریزو لیګونو کې ګډون وکړي.