د کرکټ بورډ مشرتابه: غواړو کرکټ له مالي اړخه ډېر پیاوړی او ویاړونه دوام پیدا کړي

د افغانستان کرکټ بورډ نوی عمومي مشر ښاغلی فرهان یوسفزی وايي چې د کرکټ د پیاوړتیا او پرمختګ ترڅنګ غواړي چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره له مالي اړخه په پښو ودروي او د دغې ویاړمنې لوبې له لارې خپلو هېوادوالو ته ډېرې خوښۍ ورکړي.
د کرکټ بورډ مشرتابه: غواړو کرکټ له مالي اړخه ډېر پیاوړی او ویاړونه دوام پیدا کړي

د افغانستان کرکټ بورډ نوی عمومي مشر ښاغلی فرهان یوسفزی وايي چې د کرکټ د پیاوړتیا او پرمختګ ترڅنګ غواړي چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره له مالي اړخه په پښو ودروي او د دغې ویاړمنې لوبې له لارې خپلو هېوادوالو ته ډېرې خوښۍ ورکړي.

د ښاغلي یوسفزي په وینا: ((ویاړ لرم چې د کرکټ بورډ ادارې د مشر په توګه دروند مسوولیت راته راسپارل کېږي، کرکټ زموږ د عظیم ملت د خوښیو او سترو ویاړونو سرچینه ده. له ټولو مالي ملاتړ کوونکو سره په ګډه به په داخلي او بهرنۍ کچه د کرکټ د لاپیاوړتیا لپاره کار کوو.))

نوموړي زیاته کړه، دغه راز به پر بنسټیزو چارو او زېربناو هم ډېر تمرکز کېږي، سربېره پر دې د لوبغاړو لپاره تخنیکي اسانتیاوې رامنځته کول او په روڼ ډول د ټولو چارو پر مخ وړل ورته لومړیتوب لري.

ښاغلی یوسفزی دغه راز وایي، افغان لوبغاړو په ډېر کم وخت کې ډېرې زیاتې لاسته راوړنې درلودې، د دوی د لاسته راوړنو باید قدر او ستاینه وشي او چې کله هم کوم افغان لوبغاړی له کرکټ سره مخه کوي نو له دوی به په اړونده برخه کې ګټه اخیستل کېږي، ځکه رښتیني اتلان همدوی دي.

ښاغلي فرهان همدارنګه وویل: ((کرکټ یوازېنۍ لوبه ده چې زموږ هېوادوال یې خوښ ساتلي، دا چې د دغو خوښیو د کچې د لوړولو او ساتلو لپاره څرنګه کار وشي، دا ټکی ډېر اړین دی، په دې معنا چې باید پر لوبغاړو ډېر کار وشي، د دوی له ټولو بریاو د زړه له تله قدرداني وشي ترڅو نورې بریاوې او خوښۍ مو په نصیب شي.))

هغه د خپلو خبرو په پای کې د روزونکو بدلون ته هم اشاره وکړه ځکه چې په وینا یې، د لوبغاړو ټوله روزنه او پیاوړتیا په روزونکو پورې تړلې وي، روزونکي چې هر څومره ځیرک او تجربه لرونکي وي، لوبغاړي په ښه ډول روزلی شي او غوره او پياوړي لوبغاړي د دوی د ډېرو هڅو او هلو ځلو په پایله کې موندل کېږي.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ ادارې اجراییه مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي هم له دولت سره په ګډه همکارۍ د بنسټیزو تاسیساتو جوړولو ترڅنګ د ټیټې کچې کرکټ ته اشاره وکړه چې په وینا یې افغانستان د ټیټې کچې کرکټ په ډګر کې ډېر با استعداده او ځوان لوبغاړي لري چې باید له وړتیا او انرژۍ یې ګټه واخیستل شي او دغه لړۍ به پياوړې کوي.

ښاغلي ستانکزي وویل: ((د سلېکشن یا غوراوي پالیسۍ ټول اصول او مقررات به په روڼ ډول پلي کېږي، له خلکو سره به په خپل وخت ټول معلومات شریکوو. بله دا چې دلته د پلان جوړونې په برخه کې ستونزه موجوده ده چې پر چارو منفي اغېز پرېباسي، زموږ به یو لومړیتوب دا هم وي چې د هر څه لپاره له وړاندې یو غوره پلان ولرو، ځکه که بودیجه مو هم تر اوسه ضایع شوې نو د یوه پیاوړي او هر اړخیزه پلان نه شتون دی چې پکې به بدلون راځي.))

نوموړي دغه راز وویل، په تخنیکي برخه کې ډېرې پانګونې ته اړتیا ده، که غواړو چې پياوړي لوبغاړي ولرو نو په دغه برخه کې باید پانګونه وشي او دغې برخې ته به ډېره پاملرنه کېږي او د لوبغاړو د تخنیک لپاره به له روزونکو سره په ګډه کار کوي، څو دوی درې واړو بڼو یا فارمټونو ته چمتو واوسي.

ښاغلي ستانکزي همدارنګه وویل، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې پوره همکاري او له رسنیو سره ګډې ناستې هم ورته د پام وړ دي چې په وینا یې (( همدا رسنۍ دي چې زموږ غږ تر هر ځایه رسوي او د کرکټ خوښۍ پر خلکو ویشي. هیله ده په دغه برخه کې له رسنیو سره له نږدې همغږي او پوره همکاره پاتې شو))