د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د کرکټ نړیوالې شورا په غونډه کې ګډون وکړ

دغه غونډه چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په سریلانکا هېواد کې تنظیم شوې وه، د نورو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو د مشرانو سربېره پکې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي میرویس اشرف او اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان هم ګډون درلود.

په یاده غونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د افغان کرکټ پر لاسته راوړنو، فعالیتونو او راتلونکو پلانونو بحث وکړ او د کرکټ نړیوالې شورا له مشرتابه او بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو سره یې یاد او نور اړوند معلومات شریک کړل.

سربېره پر دې په دغه غونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د سویلي افریقا، نیوزیلنډ او ویسټ انډیز هېوادونو له مشرانو سره له چمپین ټرافي وړاندې د ملي لوبډلې د لوبلړیو پر تنظیم او ترسراوي او دغه راز له بنګله دېش او زمبابوې سره د الف لوبډلې د لوبلړیو او همدارنګه د پاکستان او متحده عربي اماراتو مشرانو سره د نوولس کلنو لوبغاړو د درې اړخیزې لوبلړۍ پر ترسراوي بحث او خبرې اترې وکړې چې کره نېټې به یې یو په بل پسې په راتلونکو ورځو کې اعلان شي.

له راپور وړاندې کولو وروسته په یاده ناسته کې د کرکټ نړیوالې شورا مشرتابه او ټولو غړو هېوادونو له لوري په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د وروستیو لاسته راوړنو او بریاو او په افغانستان کې د کرکټ فعالیتونو ستاینه وشوه او په وینا یې، افغان لوبډلې حیرانونکې لوبې نندارې ته وړاندې کړې او له شک پرته د کرکټ مینه والو ترې ډېر خوند واخیست او افغان کرکټ ورځ تر بلې د غښتلتیا په حال کې دی.

همدارنګه د اجراییوي مشرانو په دغه غونډه کې د کرکټ فعالیتونو پر لا ډېر ښه والي، د کرکټ پر پرمختیا او پراختیا او دغه راز نورو ډېر مواردو بحثونه وشول.